ټولنیزه برخه

مه خفه کېږه! (۶۶) – له خلکو سره ښېګڼې کوه!

لیکوال: دوکتور عائض بن عبدالله القرني
ژباړن: رحمت الله مومن ﴿خروټی﴾

۞ له خلکو سره ښېګڼې کوه!

له خلکو سره ښېګڼه کول، د نېکمرغۍ د لاسته راوړلو تر ټولو پراخه لار ده.

په قدسی حدیث کې راځې، الله تعالی ﷻ به د قیامت په ورځ د حساب او کتاب په ترڅ کې خپل بنده ته داسې ووایې:
” ای انسانه! زه وږی وم او تا ډوډۍ رانه کړه.
دغه بنده به ووایې: ای ربه! څنګه تا ته ډوډۍ در کړم، ته خو رب العالمین ذات یې!؟
الله تعالی ﷻ به ورته ووایې: ایا ستا تر څنګ زما فلانکی بنده وږی نه وو، که هغه دې موړ کړی وای، نو نن به دې ګټه له ما څخه تر لاسه کړې وای. ”

همداشان پیغمبر ﷺ وایې:
” له چا سره چې لږ څه اضافی توښه وی، نو هغه چا ته دې ورکړی، چې له سره توښه نه لری، له چا سره چې اضافه سورلی وی، بې سورلۍ کس ته دې ورکړې. ”

حاتم طایی د مېلمه د موندلو په اړه خپل غلام ته داسې سپارښتنه کوی:

( أوقدْ فإنَّ الليل ليلٌ قرُّ
إذا أتى ضيفٌ فأنت حُرُّ )
ژباړه: ” ژر شه یخه شپه ده، اور بل کړه او که کوم مېلمه دې راغی، نو له مرییتوبه به ازاد شې. ”

خپلې ښځې ته وایې:

( إذا ما صنعتِ الزاد فالتمسي لهُ
أكيلاً فإني لستُ آكلُهُ وحدي )
ژباړه: ” کله دې چې خواړه پاخه کړل، نو د یوه ښه سړی انتظار کوه، ځکه ما ته خو یوازې ډوډۍ خوند نه راکوی. ”

د عبدالله بن مبارک رحمه الله یو یهودی ګاونډی وو، ابن مبارک به تر خپلو بچو له مخه د هغه د خوراک، څښاک او جامو غم کاوه، خلکو له یهودی نه وغوښتل چې دا کور دې پر موږ وپلوره! هغه وویل: د دې کور بیه دوه زره دیناره ده، زر دیناره د کور او زر دیناره د ابن مبارک رحمه الله د ګاونډیتوب قیمت دی!
ابن مبارک رحمه الله د یهودی له دغه ښه دریز څخه خبرشو، له الله تعالی ﷻ نه یې د دغه یهودی د مسلمانېدو غوښتنه وکړه، او الله تعالی ﷻ هغه ته د ایمان راوړلو توفیق ور کړ.

دغه راز ابن مبارک له یوه کاروان سره حج ته روان وو، پر لاره یې یوه ښځه ولیده چې له ډېران څخه یې مړ کارغه پورته کړ!
ابن مبارک رحمه الله غلام ور ولېږه، چې په اړه یې معلومات ترلاسه کړی.
ښځې ورته وویل: موږ له درېیو ورځو راهیسې خوراک او څښاک په سترګو هم نه دی لیدلی! د دې خبرې په اورېدو د ابن مبارک سترګې راډکې شوې او امر یې وکړ، چې د کاروان ټول خوراک او څښاک پر دغه کلی ووېشئ، بېرته راستون شو او په دغه کال یې حج ونه کړ.
یوه شپه په خوب کې ورته چا وویل:

( حجٌّ مبرورٌ ، وسعيٌ مشكورٌ ، وذنبٌ مغفورٌ )
ژباړه: ” حج دې قبول شو، هڅه دې ومنل شوه او بښنه درته وشوه. ”

الله تعالی ﷻ وایې:

﴿ وَيُؤْثِرُونَ عَلَى أَنفُسِهِمْ وَلَوْ كَانَ بِهِمْ خَصَاصَةٌ ﴾
ژباړه: ” او پر خپل ځان نورو ته غوره والی ور کوی، که څه هم پخپله اړ وی. ”

یو شاعر وایې:
” که څه هم زه له خپل ملګری څخه لرې یم؛ خو له هغه سره د مرستې لپاره د هغه غږ اورم، او هرو مرو ورسره مرسته کوم. ”

یو بل وایې:
” خیر تلپاتې وی، که څه هم وخت پرې واوړی او شر ډېره ناوړه توښه ده. “

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x