افغانستان

د حکمتیار ډلې له حکومت سره رسمي مذاکرات پيل کړل

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، کب ۲۷مه، ۱۳۹۴ل): د حزب اسلامي افغانستان هغه ډله چې ګلبدین حکمتیار یې مشري کوي، نن په کابل کې د ګډحکومت اړوند د سولې د شورا سره رسمي مذاکرات وکړل.

ددغه مذاکراتو وروسته د حزب اسلامي پلاوي رسنیو سره په خبرو کې وویل چې دوی د افغانستان د حکومت په غوښتنه د سولي د عالي شورا سره خبرو ته چمتوالی ښودلی او زیاته یې کړه چې کابل ته راتګ یې درې موخې او غوښتنې لري.

د حزب اسلامي (حکمتیار) ډلې مشري انجینر کریم امین کوله، نوموړي وویل چې د افغانستان د شخړي د هواري لپاره پر بین الافغاني تفاهم باندي باور لري، دوی په افغانستان کې د ملي حاکمیت اعاده غواړي، اسلامي نظام را منځته کول، سیاسي، ټولنیز او اقتصادي عدالت را منځته کول یې غوښتنې دي.

په عین حال کې حزب اسلامي (حکمتیار) د یوې اعلامیې په خپرولو سره د رسنیو هغه راپورونه چې ګواکې په مذاکراتو همایون جریر هم د دغې ډلې له لوري برخه اخېستي، رد کړي دي.

د اعلامیې له مخې په مذاکراتو کې د حزب اسلامي (حکمتیار) لخوا یواځې انجنیرمحمد امین کریم او عتیق الله صافي برخه اخېستې ده.

د حزب اسلامي (حکمتیار) ډلې څو ورځې وړاندې هم د یوې خبرپاڼي په خپرولو سره ویلي وه چې دوی به د افغانستان د حکومت په بلنه د سولي خبرو ته چمتو دي.

ددې تر مخه د حکمتیار په مشري د حزب اسلامي ډلي د پخواني ولسمشر حامد کرزي په وخت کې هم هڅه کړې وه، خو څه خاص پایله یې نه لرله.

د امریکا، چین، افغانستان او پاکستان په ګډون څلور اړخیزي غونډي ددې لپاره پيل شوي وې تر څو افغان حکومت او طالبان مخامخ سره کښيني او د افغانستان د شخړي د هوارولو په خاطر مخامخ خبرې اترې سره وکړي، خو طالبانو لومړی ددې غونډو په اړه ناخبري وښودله او وروسته یې په دغه جریان کې ګډون بې ګټې وباله.

طالبانو وویل چې په داسي وخت کې چې له یوې خوا امریکایانو یو ځل بیا بمبارۍ پيل کړي او د جګړې په لومړیو کرښو کې ددوی په خلاف جنګیږي د یو داسي جهت سره خبرې کول چې خپل برخلیک خپله نه شي ټاکلی، بې معنی دي.

د کتونکو په باور د افغانستان د اوسني نیم ژوانده حکومت سره خبرې کول دغه حکومت د سیاسي سقوط څخه ژغورل دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندی

دا كسان مذاكرات نه بلکه خپل شخصی غم أو له طالب سره خشكه حقد راوستلي دي، طالبان چی وايي سپين، حکمتیار وايي تووور، طالبان چي وايي مرغه والوت، حکمتیار وايي خر والوت!!، هسي یی زانونه وشرمول او کفر او اسلام یی په زان وخندول !!

افغان

د حزب سلامی د تسلیمی پوری هغه د هندو د زوی د مسلمانیدو قیصه راپه یاد شوه ، کوم ځای کی دکوم هندو زوی په دروغو یا په رښتیاوو وایی مسلمان شوی وو ، چا یی ورله پلار ته د زوی د مسلمانیدو وویل چه هندو زوی دی مسلمان شو ، هغه وخندل ، هغه سړی چه خبر یی ورته راوړی وو حیران پاتی شو ، ما فکر کولو چه تاسی به خوابدی شۍ ، وبه ژاړی تاسی بی تفاوته او حتی ومو خندل دا ولی ؟ هندو هغه سړی ته وویل چه زما زوی له وړوکتوبه د خلکو چرګی… نور لوستل »

احمد

اشرف غنیه ګوره چی ورته خوشاله نشی سړی درغی خو ډیر سپیره ده قسم ده تباه کوی دی ۰ که دی غوړه ### تری وړي وه یره به دروخریم هو ځان پوه که لیونیه ۰نور څه نشته په کی سړی سپوری وهلی او بس ۰

احمد

افغان ورور په ورستنیو دوو کرښو کی ورته اشاره کړی چی اصلی خبره همدا ده صرف الهی قهر او دالله ج لخوا ورته ذلت او بس

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x