دیني، سیرت او تاریخ

اودس په اسلام او ساینس کي (۵)

اودس په نوی ساینس کي

دوینې پرشریانوباندی داوداسه اغیزې:

دانسان رګونه دوې دندې وسرته رسوي، لومړی داچې وینه دبدن وهرې حجرې ته  رسوي اوبل داچې مستعمله وینه راټولوي اووزړه ته ئې رسوي، که چیری دشریانوپه دې دندوکي څه مشکل راشي نودزړه سکون اومعتدله حالت له منځه ځي اوانسان له ډیروکړاوونوسره لاس اوګریوان کيږي.

دانسان په بدن کي هغه رګونه چې وینه تقسیموي اویایی دتصفیې لپاره راټولوی دارګونه کله ډیرواړه وي، اوس ددې رګونوساتل دانسان یوه لازمه دنده ده، که دارګونه سخت یاپنډ شی نودانسان پرزړه باندی بوج اوفشارراځي چې په طب کي ورته ارتریوسکلروسیز(Arteriosclerosis) ورته وايي، یعنی دشریانو سختوالی.

ارتریوسکلروسیزوڅه شی ته وايي؟

دادناروغیویوه ډله ده چې دشریانونودجدارونوپه پنډوالی اودهغودالاستیک خاصیت په له منځه تللوسره نومول کيږی اودرې ډولونه لري:

۱: ارتروسکلروز

۲:ارتریوسکلروزمونکبرګ

۳: ارتریولوسکلروز

دانري اوباریک شریانونه زموږپه بدن کي زیات ارزښت لري ، داځکه چې زموږژوندپه دوی پوری تړلی دي؛ که چیري غیرمناسبه غذاوخوړل شي اویااعصابي ردعمل ومنځته راشي نوودې باریکورګونوته نقصان رسیږی، دارګونه په یوځل یودم نه خرابیږی بلکې دوخت په تیریدوسره خپل اصلیت له لاسه ورکوي، چې ددې رګونودسختوالی اوپنډوالی له کبله ترټولولومړۍ اغیزې ئې پرپښواولاسونوباندی جوتیږي، نوله همدې کبله موږهرورځ ویوه تمرین ته اړتیالرو اوداتمرین اوبه دي، اوبه دوینې هغه رګونه چې دزړه څخه په فاصله کي دي هغه نرموي، کشوي اوخلاصوي ئې چې په طبي اصطلاح کي ورته (Dilation) وایی، علاوه ددې ګټوڅخه اوبه ودې رګونوته طاقت ورکوی اوفعالیت ئې معتدله کوي، په همدې ترتیب هغه وینه چې په دې نریورګونوکي خټه شوې وي اویائې درګونودپنډوالی له کبله سم جریان نشی کولای په اوداسه سره داټول له منځه ځي، نوالله جل جلاله په اوداسه کي دمخ ، پښواولاسونوذکر کړیدی، چې داداسلام دمبارک دي یوه معجزه ده؛ که دسر،پښواولاسونومشکلات حل شي نوبیاوټوله بدن ته کوم نقصان نه رسیږی داځکه چې درګونومشکل په سرکي دمرګ سبب ګرځي، په لاسونواوپښوکي دفلج سبب ګرځي داپه ساینسي  څېړنوکي یوه ګټه ده،اوپنځه وخته لمونځ چې کيږی اوبیا هراندام ۱۵ ځلی پریمنځل کيږی دابه ثواب څومری لری اوساینسي ګټې به ئې په کومه اندازه سره وي.

نوربیا…

په اسلامي پاکه مینه ستاسوورور

عبدالغفارجُبیر

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x