fbpx

انضمام الحق: د تجربی کمی دی؛ نور لوبغاړو ښه لوبه وکړه

نن ټکی اسیا (جمعه، کب۲۸مه ۱۳۹۴ل): د افغانستان کرکيټ لوبډلې روزونکی انضمام الحق د یوه خبري کنفرانس له لارې د سري لنکا سره د افغان لوبډلې نننۍ لوبه وستایله او ویې ویل چې په ننني بایلات نه دی او نه یې لوبډله خفه ده.

انضمام الحق په وینا افغان لوبغاړي وځلېدل خو د تجربی کمی دی او که په وروستیو کې له لومړۍ درجه لوبډلو سره لوبې وکړي، دا ستونزه به هم حل شي.

د ملي لوبډلې روزونکي زیاته کړه چې افغان لوبغاړو سري لنکا ته سخت وخت ورکړ او امکان هم و چې افغانستان به یې وګټي. «سري لنکا د نړیوال جام اتل دی، تجربه کار دی، هغوی وکولای شول چې فشار څنګه لرې کړي».

د انضمام الحق له قوله «افغان لوبغاړو توپوهنه او توپ اچونه ښه وه، خو ډګرساتنه کې يې لږې ستونزې لرلې خو دا هم د یوه فشار له کبله خراب و او دا د لوبې برخه ده».

انضمام الحق هیله څرګنده کړله چې څه ډول افغان لوبغاړي لوبه کوي نو تمه ده چې اینده کې به افغان لوبډله هم ښې لوبې وکړي خو هغه وویل چې «موږ نن لوبه وبایلله خو دلته موږ د لوبې بایللو لپاره نه یو».

د انضمام الحق په باور د افغان لوبډلې تر ټولو مثبته نقطه داده چې دوی د نړیوال جام اتلې لوبډلې سره تر پایه وجنګېده. «لوبډلې ښه لوبه وکړه، نه زه خفه یم نه مو لوبډله خفه ده».

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د