ځانګړي راپورونه

الجزیره: حکمتیار د طالبانو خلاف له هیڅ لارې دریغ نه دی کړی

نن ټکی اسیا (جمعه، کب ۲۸مه، ۱۳۹۴ل): الجزیره عربي وېبپاڼې د حزب اسلامي افغانستان (حکمتیار) ګوند د وروستیو سیاسي هڅو، مذاکراتو او د طالبانو خلاف سیاسي، نظامي او فرهنګي هڅو په اړه تفصیلي راپور خپور کړی دی.

یادې وېبپاڼې د راپور سره سم تر هغه وروسته چې د حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي ډلې په افغانستان کې د طالبانو په خلاف په پوځي ډګر کې ماتې وخوړه، اوس طالبانو په سیاسي ډګر کې د ماتې ورکولو هڅه کوي.

د حزب اسلامي افغانستان پاتې هغه ډله چې مشري یې ګلبدین حکمتیار کوي او جګپوړي مشران یې په شمشتو، پېښور او اسلام اباد کې استوګن دي، تېره ورځ کابل ته خپل استازي لیږلي وه تر څو د سولې عالي شورا د مشر پير سید احمد ګیلاني سره د سولې په اړه مذاکرات وکړي.

ولسمشر اشرف غني د څلور اړخیزو غونډو په سلسله کې د حکمتیار حزب اسلامي او د طالبانو اسلامي امارت ته بلنه ورکړې وه چې د سولې لپاره دې ورسره خبرې وکړي.

څو ورځې وړاندې حکمتیار د اشرف غني په غوښتنه د سولې د عالي شورا سره د خبرو لپاره چمتوالی وښود او طالبانو په خلاف یې د یوې اعلاميې له لارې توند غبرګون وښود. حکمتیار طالبان د سرطان دانه وبلله او ټینګار یې وکړ چې باید په افغانستان کې له منځه یووړل شي.

الجزیرې په خپل راپور کې زیاته کړې چې حزب اسلامي مشر حکمتیار د طالبانو د هغه تحریک په اړه داسې څرګندونې کوي چې د امریکا په شمول ټوله نړیواله ټولنه یې په ماتي ورکولو نه دي توانیدلي.

د الجزیرې راپور وړاندې وايي چې حکمتیار د هر هغه جریان ملاتړ کړی چې د طالبانو په خلاف ایجاد شوی، که هغه د اربکیانو پاڅون وي، دداعش ملاتړ وي، او یا هم د پاکستان، امریکا، چین او افغان حکومت په ملاتړ د سولې د عالي شورا سره د خبرو اترو هڅې.

د سیاسي چارو کارپوه نظر محمد مطمئن د الجزیرې ددې پوښتني په ځواب کې چې ولې حکمتیار یو ځل بیا د ګډحکومت سره خبرو ته چمتوالی ښودلی او غواړي چې ددغه حکومت سره په ګډه د طالبانو په خلاف وجنګیږي، ویلي: حزب اسلامي اوس غواړي د یو داسې نظامي ځواک په توګه ځان مطرح کړي چې د نړیوالي ټولني په مرسته به د طالبانو سره نیابتي جګړه وکړي.

نوموړي زیاته کړه چې نړیواله ټولنه د طالبانو سره د جګړې لپاره اوس د شمالي ټلوالې په بدیل پسې ګرځي او حزب خپل ځان د هغوی بدیل ګڼي.

مطمئن وویل، ددې تر مخه هم حکمتیار ډیر ځله هڅه کړې چې حکومت ته ځان نیژدې کړي، او د طالبانو په خلاف د عسکري قوت په توګه ځان مطرح کړي خو د کم نظامي ځواک، اختلافونو او نورو ستونزو له کبله هر وخت له ناکامۍ سره مخ شوی دی.

حزب اسلامي (حکمتیار) نن د انجنیر کریم په مشرۍ د سولې عالي شورا سره مذاکرات درلودل او تمه ده چې دغه ګوند به هم د بهرنیو ځواکونو په شتون کې له ګډحکومت سره یوځای شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

20 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حکیمی غزنوی

وای ګیدړه ورکه کی نقل یی ورک کی ،شاغلی دی خدای پاک زرکابل ته راولی انشاالله انشاالله داشرف غنی انجام به هم دفلیسوف له برکته دشاغلی ربانی په څیروی اوبالاخره به دخیرخانی په کوتل کی له یوبل سره دځان درنه دبل سپکه بیانوی

م ص

اللهم انصر الاسلام و المسلمین و المجاهدین فی کل مکان!
غدار مشران چې په هره ډله پوری تړاو لري الله دی محوه او په اخرت کې هم رسوا کړي!
او الله دی د اسلامي امارت سرداران او مجاهدین ټول سره په شریعت محتد کړي! او د افغان مسلمان ملت او حتی د ټولی نړی مسلمانانو د درد درمل دی الله وګرځوي!

Ghafoor mama

دا دپاکستان وفاداره غلام او دروغو انجنير او د بانفوظو پښتنو قاتل چی له هر ګوند سره د اتلاف د بی حيايي سابقه لري، بيا دمعامله ګرۍ ميدان ته ددانګلو خيال لري.

خپلواک

وایی ، حکومتیار هماغه د مسجد ### دی ، د غلامی اداری سره سلامی کیدل او هغه هم دمذاکراتو په نوم؟ د څه مذاکرات ، له تا خو هغه خوار هندو جوړ شوی وایی هندو چه خوار شی له سره یی ویښته وځی نه محاذ لری او نه مجاهد ، یو هلال او یو بهیر لری او هغه تر تا مخکی تسلیم شوی او هماغه د شمالی ټلوالی یو څو کسان درسره جرمنی او امریکا کی ملګری دی هغوی د فیس بوک مجاهدین دی او محاذ یی هم دغه کمپوتر او بل محاذ یی شمشتو کی دی . کله جه… نور لوستل »

pattang

ژوندی اوسې خپلواکه ! ګلبدین خپل حزب ابدي وشرماوو !!

مجاهد اولس

خلک په دعا کی واییی ، ( یا الله ج اخره خاتمه می خرابه نه کړی ) د ګلبدین اخره خاتمه خرابه شوه ، اخرت خو یی تباه تباه ، دلته هم اسفل سافلین ( یعنی تر ذلیلو هم ښکته ذلیله شو ، ذلیل له ترکی ، امین ببرک ، نجیب ، کرزی ، غنی او د دوی ملګری مګر د ذلیلو ذیلیتر بیا ربانیان ، سلفیان او او د حز ب سلامی او حکومتیار وار شو ، ولی دا بیچاره تر سیافانو هم ذلیله په دی شو د هغو که اخرت تباه شو ، دا ژوند خو یی نسبی… نور لوستل »

عبدالخالق جبارخیل

غیر له دوغه دوه ډله مجاهدینو څخه القاعده او پاکستانی طالبان څخه بل هیڅ جهادی ډله آزاده نده

حاجي منيب وردك

حكمتيار خو مخكي كوم دانسانيت كار ندي كري جي اوس ئي وكري دده فه راتك سره به انشاء الله بيا ددوستانو سره كولاب ته ورسيزي

اصلی امارتي

که دطالبانو بې سرحد مسؤلیتونه او بي واګي فعالیتونه وو ډیرنور مسلمانان به هم دځان دښمنان کړي او ډیرمسلمانان به په وچ زور دخپلي مقابل درشل ته را وبولي …
هرسړی يی مشر هرسړي امردي مطبوعات یی ټول فیسبوک کي ترسره کیږي یو ،یوڅه وایې بل ،بل څه .بس همداسبب شو چي دښمنا ن په اسلامي او عام نړي کي دځان ډیرکړی

khalid

اصلی امارتی صاحب دا ته څنګه امارتی یی چی په فیسبوک یا بل هرځای که چی څوک داسلامی امارت ملاتړی وی او نظر ورکوی د هغه نظر د اسلامی امارت رسمی نظر بولی اسلامی امارت خو څو ځله دا اعلان کړی چی هر څوک غواړی زمونږ رسمی نظر د یوی موضوع اړوند ومومی نو زمونږ د رسمی ویندویانو له لاری کوم چی زمونږ اړوند په رسمی وبیپاڼه کښی هم خپریږی نه یی کولای شی ترلاسه کړی او لدی ماسوا هرڅوک چی کوم نظر د یوی موضوع اړوند ورکوی هغه د هغه خپل شخصی نظر دی ولو که د اسلامی امارت… نور لوستل »

عزیز

دحوکمتیار پاتکیار نه د اسلامیت او دانسانیت تمه جهالت دی دده تول تاریخ وگوری کوم کاریی داسلام په چوکات برابر دی

saeed tasal

حکمتیار که واقعا مجاهد وی داسی فضوله افوا هاتو پسی باید لار نشی
زکه چی دیرنازکه اوحساسه وخت دی !
هسی نه چی اسلام اومجاهدینوته پکی سه ضرر ونه رسیگی

احمد

عزیز وروره ښکاری چی دفکر خاوند یی که دحکومتیار تیر تاریخ په حقیقی معنی څوک وګوری دخیر توقع تری ساده ګی ده۰ د تیرجهاد وخت کی یی هر ولایت کی دده دپلویانو برخورد دنورو تنظیمونو سره په داسی حال کی چی ملامت لوری به هم دوی وو۰ دګلم جم په نامه دکابل ورانول بیا ورسته دګلمجم سره هماهنګی جوړول۰ کافر تڼی سره یی منحوسه اوناکامه اتلاف ۰امریکایانو سره یی ابتدا دجهاد اعلان او اوس دستراتیژیکو څیړنی داداری درپوټونو به اساس له ۲۰۱۰ کال نه تر اوسه ۱۷ کرته دسولی په نامه د قدرت لاس ته کولولپاره ناکامه هڅه او دی… نور لوستل »

Abdur Rahim Darwesh

Really, Hemat yar do not want taliban to become in influence.

خپلواک

Hekmatyar is not even close to think about Taliban, he is employed by occupier to be the head new arbakan ( daishian ) but it is too late , Taliban have enough experience with all sort of FITNAS now >

zalaan Storai

طالبان چی لہ علم، شعور او آگہی نہ ڈیر لری دی، جہاد یی د مظلومو افغانانو پہ بیگناہ قتلونو پہ فساد بدل کڑ، پخپلہ ھم مذاکرتو او خبرو اترو تہ ڈیرہ لوالتیا لری. خو لہ پورته څہ مشکلات لری، زکہ فورا” ورته تیار نہ دی. ……… دوی نن د پاکستان پہ سلاح او پیسو مست دی، ځکہ یی پشے پہ ځمکه نہ لگی. ……….. خو ھمداسی مستی د حزب پہ شمول پہ ٹولو جہادی تنظیمونو کی وہ. ……… افسوس دا چی افغانان لہ تاریخ نہ هیڅ نہ زدہ کوی. پہ طالبانو شروع سوے دہ، پخپل منځ کی خو سرہ ونشلتل،… نور لوستل »

khalid

ځلان ستوری له نوم نه دی خو داسی ښکاری چی یا هم د غربی ، یاهم د نشنلستی او یا هم د کمونستی نظریی خاوند کس یی په هر حال دا زما ګمان ده خدای دی وکړی چی اشتباه نه وی راځم اصلی خبری ته دا چی ته جکمتیارو ناسی، چړوس او هیجړا چی هرکار یی له یو زنانی او ماشومانه انداز نه سرچینه اخلی او نه ددین ده او نه د سادین له طالبانو سره مقایسه کوی نو داته سخته اشتباه کوی او په خطا روان یی بل خبره هم دا چی دا خبری هسی غربی میدیایی تبلیغات دی… نور لوستل »

عادل

نن ٹکی یعنی نن طالب. طالب یعنی داسلام پہ جامہ کی داسلام او افغانانو دشمنان
خو ان شاءالله طالبان بہ طالبان ختموی حزب اسلامی بہ کلہ ہم پداسی چڑیانو
خپل ویاڑلی تاریخ بدنام نکڑے
سوک یئ کی بدنامی وی ہغوی پہ خپلہ سپک دی

افغان

زه نه پوهیږم چه تاسی هماغه افسر عادل یی چه بندیان کمونستان به دی له اطلاعاتو ازادول او که د ډالرو عادل یی ، د حکومتیار ډله غیر له هلال او بهیر نور څوک نه لری اوکه دی هغه د شمالی ټلوالی فعال کسان دی چه حزب سلامی ی ورباندی ټوټی ټوټی اوا اوس یی لاس تړلی خر ګنجی ته را به مخه کړی . وایی د شیطان خپل نه شو الله ج ته یی مخ تورشو د یو څو میاشتو اړه وه ،څو ماشتی دغه دنانځکو پاچاهی نسکوریږی ،څومره په ښه وو ک مو جهادنه شو کوبی تشه خوله… نور لوستل »

احمد

عادل ته وایم چی نوم دی بدل کړه ته عادل نشی کیدی ځکه چی خپل ورکړی نظر دی دعدل سره تړاو نلری او دا کوم نوم چی تا په ځان ایښی ستا دکړنی مصداق نه جوړوی۰ تعصب انسان ګمراه کوی۰ او ته چی اوس هم لمر په دو ګوتو پټوی بیا عادل نه یی ۰ الله دی ټولو ته هدایت وکړی ۰دتنظیم لپاره به ایمان نه بایلی ۰قسم په رب چی دامارت اسلامی دمشر تابه او یا یی دکشرانو درناوی دالله درضا او ددی سپیڅلی جهاد لپاره کوم۰ که خدای مکړه دامارت لاره کږه شوه ددین له اصولو اولین دښمن… نور لوستل »

Back to top button
20
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx