الجزیره: حکمتیار د طالبانو خلاف له هیڅ لارې دریغ نه دی کړی

نن ټکی اسیا (جمعه، کب ۲۸مه، ۱۳۹۴ل): الجزیره عربي وېبپاڼې د حزب اسلامي افغانستان (حکمتیار) ګوند د وروستیو سیاسي هڅو، مذاکراتو او د طالبانو خلاف سیاسي، نظامي او فرهنګي هڅو په اړه تفصیلي راپور خپور کړی دی.

یادې وېبپاڼې د راپور سره سم تر هغه وروسته چې د حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي ډلې په افغانستان کې د طالبانو په خلاف په پوځي ډګر کې ماتې وخوړه، اوس طالبانو په سیاسي ډګر کې د ماتې ورکولو هڅه کوي.

د حزب اسلامي افغانستان پاتې هغه ډله چې مشري یې ګلبدین حکمتیار کوي او جګپوړي مشران یې په شمشتو، پېښور او اسلام اباد کې استوګن دي، تېره ورځ کابل ته خپل استازي لیږلي وه تر څو د سولې عالي شورا د مشر پير سید احمد ګیلاني سره د سولې په اړه مذاکرات وکړي.

ولسمشر اشرف غني د څلور اړخیزو غونډو په سلسله کې د حکمتیار حزب اسلامي او د طالبانو اسلامي امارت ته بلنه ورکړې وه چې د سولې لپاره دې ورسره خبرې وکړي.

څو ورځې وړاندې حکمتیار د اشرف غني په غوښتنه د سولې د عالي شورا سره د خبرو لپاره چمتوالی وښود او طالبانو په خلاف یې د یوې اعلاميې له لارې توند غبرګون وښود. حکمتیار طالبان د سرطان دانه وبلله او ټینګار یې وکړ چې باید په افغانستان کې له منځه یووړل شي.

الجزیرې په خپل راپور کې زیاته کړې چې حزب اسلامي مشر حکمتیار د طالبانو د هغه تحریک په اړه داسې څرګندونې کوي چې د امریکا په شمول ټوله نړیواله ټولنه یې په ماتي ورکولو نه دي توانیدلي.

د الجزیرې راپور وړاندې وايي چې حکمتیار د هر هغه جریان ملاتړ کړی چې د طالبانو په خلاف ایجاد شوی، که هغه د اربکیانو پاڅون وي، دداعش ملاتړ وي، او یا هم د پاکستان، امریکا، چین او افغان حکومت په ملاتړ د سولې د عالي شورا سره د خبرو اترو هڅې.

د سیاسي چارو کارپوه نظر محمد مطمئن د الجزیرې ددې پوښتني په ځواب کې چې ولې حکمتیار یو ځل بیا د ګډحکومت سره خبرو ته چمتوالی ښودلی او غواړي چې ددغه حکومت سره په ګډه د طالبانو په خلاف وجنګیږي، ویلي: حزب اسلامي اوس غواړي د یو داسې نظامي ځواک په توګه ځان مطرح کړي چې د نړیوالي ټولني په مرسته به د طالبانو سره نیابتي جګړه وکړي.

نوموړي زیاته کړه چې نړیواله ټولنه د طالبانو سره د جګړې لپاره اوس د شمالي ټلوالې په بدیل پسې ګرځي او حزب خپل ځان د هغوی بدیل ګڼي.

مطمئن وویل، ددې تر مخه هم حکمتیار ډیر ځله هڅه کړې چې حکومت ته ځان نیژدې کړي، او د طالبانو په خلاف د عسکري قوت په توګه ځان مطرح کړي خو د کم نظامي ځواک، اختلافونو او نورو ستونزو له کبله هر وخت له ناکامۍ سره مخ شوی دی.

حزب اسلامي (حکمتیار) نن د انجنیر کریم په مشرۍ د سولې عالي شورا سره مذاکرات درلودل او تمه ده چې دغه ګوند به هم د بهرنیو ځواکونو په شتون کې له ګډحکومت سره یوځای شي.

تبصرې (20)

  • وای ګیدړه ورکه کی نقل یی ورک کی ،شاغلی دی خدای پاک زرکابل ته راولی انشاالله انشاالله داشرف غنی انجام به هم دفلیسوف له برکته دشاغلی ربانی په څیروی اوبالاخره به دخیرخانی په کوتل کی له یوبل سره دځان درنه دبل سپکه بیانوی

  • اللهم انصر الاسلام و المسلمین و المجاهدین فی کل مکان!
    غدار مشران چې په هره ډله پوری تړاو لري الله دی محوه او په اخرت کې هم رسوا کړي!
    او الله دی د اسلامي امارت سرداران او مجاهدین ټول سره په شریعت محتد کړي! او د افغان مسلمان ملت او حتی د ټولی نړی مسلمانانو د درد درمل دی الله وګرځوي!

  • دا دپاکستان وفاداره غلام او دروغو انجنير او د بانفوظو پښتنو قاتل چی له هر ګوند سره د اتلاف د بی حيايي سابقه لري، بيا دمعامله ګرۍ ميدان ته ددانګلو خيال لري.

  • وایی ، حکومتیار هماغه د مسجد ### دی ، د غلامی اداری سره سلامی کیدل او هغه هم دمذاکراتو په نوم؟ د څه مذاکرات ، له تا خو هغه خوار هندو جوړ شوی وایی هندو چه خوار شی له سره یی ویښته وځی نه محاذ لری او نه مجاهد ، یو هلال او یو بهیر لری او هغه تر تا مخکی تسلیم شوی او هماغه د شمالی ټلوالی یو څو کسان درسره جرمنی او امریکا کی ملګری دی هغوی د فیس بوک مجاهدین دی او محاذ یی هم دغه کمپوتر او بل محاذ یی شمشتو کی دی .
    کله جه امریکایانو عراق ونیولو صدام بیجاره یی په هماغه اولو ورځو کی ژوندی ونیولو ، صدام هم د حکمتیار په شان لاپو وو مګر بی ایمانه لاپو وو ، څو میاشتی یی داسی ساتلی وو چه سر یی ببر او ږیړه یی لوی شوی وه له سوړی راویست د لا شرمولو د پاره یی دا کار پری وکړو چه هغه پخوانی لاپی او وقار ورله ووژنی حکمتیار هم هم د سیاف ، ربانی او نورو په شان بی ایمانه او لاپو وو له اوله د سیافانو او ربانیانو په شان نیول شوی یا تسلیم شوی وو ، مګر اشغالګرو غوښتل چه د طالبانو په ضد لکه د دوستم به شان کار واخلی یعنی د اربکانو مشر یی کړی ، هغه دنده کی یی هم خیانت وکړو د اربکانو ( چه حکمت یار به ورته ملی پاڅون ویل ) معاشونه او وسلی یی غلاکولی ، اربکانو په حکمتیار زور نه رسیدلو د مظلوم اولس په زورولو یی شروع وکړه تر دی چه ملت د طالبانو سره ملګری سشو .
    مګر دا چه غلامان اوباداران سیند رااخستی خس او خاشاک ته هم لاس رااچوی اوس یی د داعشانو پروژه مخی ته اچوولی مزار کی دوستم هلمند کی قهرمان ، ننګرهار کی حاچی ظاهر قندهار کی عبدالرازق ، بکتیا کی به همدرد او نورو شمالی ولایتو کی به ضیا مسعود یا عبدالله ، عطا نور او داسی نور مقرر کړی نو حکمتیار بیجاره ته به هم یو اړخ ورکړی .
    د حکومت یار سره د دغه مذاکری کوی او په دی تسلیمی ورله شهرت زیاتوی چه بیا د دده د نوم لاندی اربکانو ته خلک مجاهدین ووایاست

  • خلک په دعا کی واییی ، ( یا الله ج اخره خاتمه می خرابه نه کړی ) د ګلبدین اخره خاتمه خرابه شوه ، اخرت خو یی تباه تباه ، دلته هم اسفل سافلین ( یعنی تر ذلیلو هم ښکته ذلیله شو ، ذلیل له ترکی ، امین ببرک ، نجیب ، کرزی ، غنی او د دوی ملګری مګر د ذلیلو ذیلیتر بیا ربانیان ، سلفیان او او د حز ب سلامی او حکومتیار وار شو ، ولی دا بیچاره تر سیافانو هم ذلیله په دی شو د هغو که اخرت تباه شو ، دا ژوند خو یی نسبی ښه وو ، دیری ډالری یی راټولی کړی فساد کی یی میلونران او بیلونران شول د اشغالګرو د پاره یی پرله پیسی فتوی ورکولی په مرمی ضد ګاړو کی به ګرځیدل ، ولی یوی ستونزی سره به مخ وو چه کله به اشغالګرو ورباندی چاپی ووهلی دوی به یی وتړل نو دهغوی چه به څه خوښه وه هغه به یی ترسره کوله چه وروسته به دوی له شرمه څه نه ویل او بله دا چه دوی به دفترو کی وو اشغالګرو په د دوی کورونه ساتل او ساتی او مصونیت قضای یی هم تر لاسه کړی نو ساتونکی چه څه ترسره کوی ازادی لری . په دی اړه بیا حکومتیار مخکی دی کورنی یی پاکستان کی ده ، مګر د دالرو له مخی د لوښو ځټلو ته پاتی شو ، د جهاد سپیڅلتیا ورکولو کی خو ټول مساوی دی دوی له هغه وخته د جهاد سپیڅلتیا له لاسه ورکړی چه جهاد به سوړ جنګ بدل شو

  • غیر له دوغه دوه ډله مجاهدینو څخه القاعده او پاکستانی طالبان څخه بل هیڅ جهادی ډله آزاده نده

  • حكمتيار خو مخكي كوم دانسانيت كار ندي كري جي اوس ئي وكري دده فه راتك سره به انشاء الله بيا ددوستانو سره كولاب ته ورسيزي

  • که دطالبانو بې سرحد مسؤلیتونه او بي واګي فعالیتونه وو ډیرنور مسلمانان به هم دځان دښمنان کړي او ډیرمسلمانان به په وچ زور دخپلي مقابل درشل ته را وبولي ...
    هرسړی يی مشر هرسړي امردي مطبوعات یی ټول فیسبوک کي ترسره کیږي یو ،یوڅه وایې بل ،بل څه .بس همداسبب شو چي دښمنا ن په اسلامي او عام نړي کي دځان ډیرکړی

    • اصلی امارتی صاحب دا ته څنګه امارتی یی چی په فیسبوک یا بل هرځای که چی څوک داسلامی امارت ملاتړی وی او نظر ورکوی د هغه نظر د اسلامی امارت رسمی نظر بولی اسلامی امارت خو څو ځله دا اعلان کړی چی هر څوک غواړی زمونږ رسمی نظر د یوی موضوع اړوند ومومی نو زمونږ د رسمی ویندویانو له لاری کوم چی زمونږ اړوند په رسمی وبیپاڼه کښی هم خپریږی نه یی کولای شی ترلاسه کړی او لدی ماسوا هرڅوک چی کوم نظر د یوی موضوع اړوند ورکوی هغه د هغه خپل شخصی نظر دی ولو که د اسلامی امارت غړی هم وی نو اوس ته څه غواړی وکړی غواړی چی د هغو افرادو او اشخاصو چی په یوه وجه نه یوه وجه د اسلامی امارت ملاتړ کوی په مشروع او د شریعت په حدودو کښی په اظهار نظر هم بندیز ولګوی چی لکه دحزب سلامی ددی ګمراهیو او داعش چی د مسلمانانو د ځپلو لپاره کاملا یوه امریکایی پروژه ده چی هم یی دی ټولی دنیا مخلص مسلمانان په خطا ایستل او هم ددوی پدی کمزوری مفکوری باندی د پاتی کیدلو لپاره او په باندی اصرار کولو لپاره ددنیا له ګوټ کوټ نه خپل جاسوسان هم د مسلمانانو په نامه ورننویستل ترڅو یی نور هم پخپله دی ضعیفه مفکوره تشویق کړی چی تاسو صحیح او نور په غلطه دی چی لدینه به پرده نه پورته کوی نو دا ته اشتباه کوی ملګریه ځګه داد هر مسلمان دنده او مکلفیت دی چی کله نور مسلمانان د یو څه له حقیقت نه نه وی خبر نو د خپل مسولیت او مکلفیت د رفع کولو لپاره به یی خبر وی ترڅو په فتنه او د کفارو په دام کی پرینوځی او د وماعلینا الا البلاغ المبین وظیفه به سرته رسوی نور یی که څوک منی او یا یی نه منی هغه د هر چا خپل کار ده ولی دی به خپل مسولیت سرته رسوی وسلام.

  • دحوکمتیار پاتکیار نه د اسلامیت او دانسانیت تمه جهالت دی دده تول تاریخ وگوری کوم کاریی داسلام په چوکات برابر دی

  • حکمتیار که واقعا مجاهد وی داسی فضوله افوا هاتو پسی باید لار نشی
    زکه چی دیرنازکه اوحساسه وخت دی !
    هسی نه چی اسلام اومجاهدینوته پکی سه ضرر ونه رسیگی

  • عزیز وروره ښکاری چی دفکر خاوند یی که دحکومتیار تیر تاریخ په حقیقی معنی څوک وګوری دخیر توقع تری ساده ګی ده۰ د تیرجهاد وخت کی یی هر ولایت کی دده دپلویانو برخورد دنورو تنظیمونو سره په داسی حال کی چی ملامت لوری به هم دوی وو۰ دګلم جم په نامه دکابل ورانول بیا ورسته دګلمجم سره هماهنګی جوړول۰ کافر تڼی سره یی منحوسه اوناکامه اتلاف ۰امریکایانو سره یی ابتدا دجهاد اعلان او اوس دستراتیژیکو څیړنی داداری درپوټونو به اساس له ۲۰۱۰ کال نه تر اوسه ۱۷ کرته دسولی په نامه د قدرت لاس ته کولولپاره ناکامه هڅه او دی ته ورته ډیری نوری ناخواله یی چی وخت ضایع کوی دده دسست همتی خود خواهی کبر غرور غټی نښی دی۰ رحمان بابا وایی ۰چی الله درسره مل نه وی رحمان که لښکری درسره شی یو تنها یی ۰هر عمل چی دالله درضا لپاره نه وی پایله یی تباهی او بربادی ده دا خو ددی دنیا عذاب دی اخرت یی بیا ګوری ۰ له مرحوم مولوی صاحب خالص پرته یی هغه نور هم په همداسی ذلت اخته شول۰ محمد نبی محمدی خو دژوند ورستیو سلګیو کی کفری نظام تاید کړسر یی ورته ټیت کړ هیت یی دمبارکی لپاره دامریکایانو پلاس جوړ نظام ته کابل ته ورو لیږه او دخیر دعا ګانی یی ورته وکړی۰ اوښی یی چی ځان مرشد او پیر باله خپله چبنه دتبرک په نامه کرزی ته ډالی کړه ورغله الله ته خوند به یی ورکړی وی خپلو عملونو۰

  • Hekmatyar is not even close to think about Taliban, he is employed by occupier to be the head new arbakan ( daishian ) but it is too late , Taliban have enough experience with all sort of FITNAS now >

  • طالبان چی لہ علم، شعور او آگہی نہ ڈیر لری دی، جہاد یی د مظلومو افغانانو پہ بیگناہ قتلونو پہ فساد بدل کڑ، پخپلہ ھم مذاکرتو او خبرو اترو تہ ڈیرہ لوالتیا لری. خو لہ پورته څہ مشکلات لری، زکہ فورا" ورته تیار نہ دی. ......... دوی نن د پاکستان پہ سلاح او پیسو مست دی، ځکہ یی پشے پہ ځمکه نہ لگی. ........... خو ھمداسی مستی د حزب پہ شمول پہ ٹولو جہادی تنظیمونو کی وہ. ......... افسوس دا چی افغانان لہ تاریخ نہ هیڅ نہ زدہ کوی. پہ طالبانو شروع سوے دہ، پخپل منځ کی خو سرہ ونشلتل، الله دی خیر کی. ......... گورہ چی تر کوم ځایہ ورسی.. .......... طالبان کہ خپل انجام لہ حکمتیار نہ مختلف بولی نو ڈیر سخت پہ خطا روان دی. ......... بہرحال لہ الله پاک نہ د بہتری امید لرو

    • ځلان ستوری له نوم نه دی خو داسی ښکاری چی یا هم د غربی ، یاهم د نشنلستی او یا هم د کمونستی نظریی خاوند کس یی په هر حال دا زما ګمان ده خدای دی وکړی چی اشتباه نه وی راځم اصلی خبری ته دا چی ته جکمتیارو ناسی، چړوس او هیجړا چی هرکار یی له یو زنانی او ماشومانه انداز نه سرچینه اخلی او نه ددین ده او نه د سادین له طالبانو سره مقایسه کوی نو داته سخته اشتباه کوی او په خطا روان یی بل خبره هم دا چی دا خبری هسی غربی میدیایی تبلیغات دی چی طالبان پخپلو مینځو کی نښتی اصلی طالبان کومو چی ددی خوځښت په جوړښت کی مهم رول ادا کړی او د امریکا په ضد یی تیر څوارلس کلن جهاد رهبری کړی هغه اوس لله الحمد ټول متفق او یوه خوله دی او هیڅ اختلاف یی په مینځ کی نشته او دا کومو کسانو چی اوس د اختلاف غږ پورته کړی او جګړی ته یی لاس اچولی نو هغه اول هغه کسان دی چی له اوله اصلا طالبان نه دی او بیا که دی هم نو دونی مهم ندی او له صف نه بنا په څینو تخلفاتو ویستل شوی او دا خیال دی له ذهن نه وباسه چی طالبان به لکه ګلبدین او قطب دین د کابل ارګ ته د آشپږ ګنجی د بوټ پاکی او بی بی ګلی ته دلبسرین لګولو لپاره راځی طالب که راځی نو انشالله د توحید د کلیمی له سپين بیرغ او د سوچه اسلامی نظام د نافذولو له پیغام سره به په داسی حال کی را روان وی چی آشپږ ګنجی سره له بی بی ګلی یی او نورو کدو او کریړو سره به پښی لوچی د هوایی ډګر په طرف د خپلو بادارانو ملکونو ته د پناه وړلو په پار به په ځغاسته وی دا درسره یاد ساته انشالله وَمَا ذَٰلِكَ عَلَى اللَّهِ بِعَزِيزٍ آخره خبره هم دا چی افسوس ستا په حال افسوس صد افسوس چی ځانته افغان وایی ولی د اصیلو افغانانو له تاریخ نه دی درس او عبرت نده اخیستی چی هر واری یی د یرغلګرو او دهغوی په ګوډاګیانو تش په نوم افغانانو څنګه ځغاستی کړی کوم چی غوښتل افغانان د تل لپاره د خپلو شخصی ګټو په خاطر د خپلو یرغلګرو بادرانو غلامان وګرځی او دالله په ځای یی د بنده عبادت ته را وبولی خو ته او ستا آشپږ ګنجی جمع نور کدو او کریړ بیا غواړی هغه ناکامه تجربه تکرار کړی او له تیر تاریخ نه هیڅ زده کړه نه کوی او عبرت نه اخلی وسلام الله دی وکړی چی زما دا خبری دی د هدایت سبب شوی وی چی نور هرڅه ددی فانی دنیا په مادیاتو ونه تړی او دا درسره یاد وساتی چی یو وخت به لدی فانی دنیا نه د ابدی دنیا په لور کوچیږی چی هلته به بیا ددی دنیا د هر عمل پوښتنه درنه کیږی چی که په امتحان کی یی ناکامه شوی نو هغه به دی بیا ابدی نقصان وی بیا به افسوس کوی ولی هیڅ فایده به نه درته رسوی

  • نن ٹکی یعنی نن طالب. طالب یعنی داسلام پہ جامہ کی داسلام او افغانانو دشمنان
    خو ان شاءالله طالبان بہ طالبان ختموی حزب اسلامی بہ کلہ ہم پداسی چڑیانو
    خپل ویاڑلی تاریخ بدنام نکڑے
    سوک یئ کی بدنامی وی ہغوی پہ خپلہ سپک دی

  • زه نه پوهیږم چه تاسی هماغه افسر عادل یی چه بندیان کمونستان به دی له اطلاعاتو ازادول او که د ډالرو عادل یی ، د حکومتیار ډله غیر له هلال او بهیر نور څوک نه لری اوکه دی هغه د شمالی ټلوالی فعال کسان دی چه حزب سلامی ی ورباندی ټوټی ټوټی اوا اوس یی لاس تړلی خر ګنجی ته را به مخه کړی .
    وایی د شیطان خپل نه شو الله ج ته یی مخ تورشو د یو څو میاشتو اړه وه ،څو ماشتی دغه دنانځکو پاچاهی نسکوریږی ،څومره په ښه وو ک مو جهادنه شو کوبی تشه خوله خو پاتی شوی وی وایی د قارغه روژه وه په پسکیو یی ماته کړه . لابه حکومتیار صاحب باندی هلا ل او بهیر کودتاکړی وی هغه بیجاره به لکه د ترکی په شان منلی شاګرد وژلی وی ، اوکه ژوندی وی د مسعود ورونه یی وژنی اویا به تری اشپز جوړ کړی ، عادل صحب همدااوس درته فاتحه خوانی کوم وایی په هغه یار چه نازیدی د بل چا شو .
    نه یی دنیا اونه یی اخرت تر لاسه کړو وایی د حریص کاسه چپه لاس یی تش خوله یی سپیره ، که دا تسلیی یی کوله ښه داوه چه له اوله د سیاف او ربانی په شن تسلیم شوی وی د کوم وزارت له پوست به هم څه مزی تر لاسه کړی وی او هم به د هغو په شان بیلو نر جوړ شوی وی، هرڅه هغوی وڅټل او دی اوس د کټیو څتلو یا د حکندازو پاکولو ته راغی ؟ اوس به هم څو میلونه ډالر تر لاسه کړی مګرد میلون او بیلو نو ډیر توپیر وی او په هغو دی هم د طالبانو سره مقابلی ته لیږی لکه یو قوماندان چه دی بادغیس کی د داعشینو په ډله ک راجیستر شو ستاسی نوم به هم وخته راجستر شوی وی الله ج دی تر دی ډیر ذلیله کړه .

  • عادل ته وایم چی نوم دی بدل کړه ته عادل نشی کیدی ځکه چی خپل ورکړی نظر دی دعدل سره تړاو نلری او دا کوم نوم چی تا په ځان ایښی ستا دکړنی مصداق نه جوړوی۰ تعصب انسان ګمراه کوی۰ او ته چی اوس هم لمر په دو ګوتو پټوی بیا عادل نه یی ۰ الله دی ټولو ته هدایت وکړی ۰دتنظیم لپاره به ایمان نه بایلی ۰قسم په رب چی دامارت اسلامی دمشر تابه او یا یی دکشرانو درناوی دالله درضا او ددی سپیڅلی جهاد لپاره کوم۰ که خدای مکړه دامارت لاره کږه شوه ددین له اصولو اولین دښمن به یی زه یم ۰چی داصولو اودین خلاف عمل یی شروع کړ والله که د خپل پلار حکومت هم تاید کړم داخو لا ګلبدین ده۰