ټولنیزه برخه

فکري روزنه (27) – ستونزې او مصيبتونه

ليکوال : م، نجم الرحمن (فضلي)

د کاميابي لاره هيڅکله همواره نه وي او نه په دغه لار سفر کول آسان دي، هيڅ يوه کاميابي له ستونزو او مسائلو سره له مخامخ کيدا پرته نه ترلاسه کيږي، دغه ستونزې او مسائل په اصل کې د کاميابي قيمت دی، مشکلات د کاميابي لپاره د لارې توښه ده، کاميابي يو سفر دی او د هر سفر څه نا څه لګښت وي او د هر سفر لپاره يو قيمت وي، دا قيمت مختلف صورتونه لري، جنت ته له ورتلو نه مخکې مړه کيدل ضروري دي، هر څوک جنت ته ورتلل خوښوي مګر هيڅوک بيا مرګ ته تيار نه دي، همدا شان هر څوک د کاميابي غوښتونکي دي مګر له خپلې آرامګاه څخه د باندې وتو ته تيار نه دي، يعنې د خپل آرام قرباني کولو ته تيار نه دي.

کاميابي دنيوي جنت دی، له کاميابي نه مخکې چې کوم مشکلات او مسائل دي هغه د خدای جل جلاله له لوري څخه يو امتحان دی، هر څوک چې په دغه امتحان کې سر فرازه شي هغه ضرور کاميابيدلای شي، د ټولې نړۍ په تاريخ کې داسې څوک نه تر سترګو کيږي چې د هغه نوم دې روښانه وي او له هيڅ قسم مشکلاتو او مسائلو سره دې نه وي مخامخ شوی، د خدای تعالی جل جلاله دوست او خوږ پيغمبر حضرت محمد رسول الله صلی الله عليه وسلم له څومره مشکلاتو او مسائلو سره مخامخ شو حتی چې د خپل کور پريښودو ته هم مجبور کړی شو، د مغليه سلطنت باني ظهيرالدين بابر څلويښت کاله په ځنګلونو او غرونو کې وخت تير کړ او باالاخر کامياب شو او د يوه لوی سلطنت بنياد يې کيښود او بل هره هغه ښځه چې د زيوراتو شوقينه وي پرې لازمي ده چې خپله پوزه او غوږونه به سوري کوي.

کوم شی چې د ستاسو له قبضې څخه ووت په هغه باندې افسوس مه کوی، دا د وړو ماشومانو او د بې عقلو عادت دی.

هيڅوک د بل چا د غم سمه اندازه نشي لګولای.

هغه نيک بخته دي کوم چې د خپل غم اظهار وکړي، ځکه چې په دې سره هم هغه ته يو څه سکون او تسل حاصليږي.

د غم بهترين علاج مصروفيت دی.

کوم غم چې تير شوی دی په هغه پسې د خفه کيدو مطلب دا دی چې مونږ يوه بل نوي غم ته د راتلو دعوت ورکوو.

څوک چې پريشان اوسي هغه ته پريشاني پيدا کيږي.

غم د ټولو مرضونو جړ دی.

که چيرته تاسو يو چا ته خوشحالي نشی ورکولای نو غم هم مه ورکوی.

د مشکلاتو او مصيبتونو له امله مه خفه کيږی، ځکه داسې شپه نشته چې تر شا يې صبا نه وي.

اکثر باريک او لوی لوی کارونه داسې خلکو کړي کوم چې د مشکلاتو او مصيبتونو ښکار وو.

په مصيبت کې وارخطا کيدل د کمال درجې مصيبت دی.

د مصيبت راتلو ته انتظار مه کوئ، که چيرته هغه تر تاسو را ورسيد بيا په پوره همت له هغه سره پنجه وازمويی.

زياتره پريشانۍ له عاجز غوماشي څخه زيات اهميت نه لري، که له لږ عزم او حوصلې څخه کار واخيستل شي هغه ليرې کيږي.

تقريبا د هرې لوی کاميابي داستانونه له مايوسيو، پريشانيو او ستونزو څخه ډک دي او د هر لوی مقصد په لار کې احد او حنين ضرور راتلونکي دي، که چيرته تاسو په دې پوهيږی چې لويه کاميابي په آسانۍ سره ترلاسه کيدلای شي نو بيا تاسو د کاميابي له عمل څخه خبر نه ياست او يا دا چې تاسو کوم لوی مقصد نلری، له يوې سروې څخه معلومه شوې چې ۷۵ فيصده اعلی انساني کاميابۍ له سختو خرابو حالاتو وروسته ترلاسه شوې دي، هيچا هم په ښو حالاتو کې کاميابي نه ده ترلاسه کړې، په دنيا کې هيڅ قابل ذکر شی په آساني نه ترلاسه کيږي.

د مشکلاتو او مصيبتونو ګټې

(۱) مشکلات او مصيبتونه مونږ مضبوطوي، په مونږ کې د برداشت قوت پيدا کوي، په مونږ کې د همدردۍ جذبات پيدا کوي او په مونږ کې خود اعتمادي پيدا کوي.

(۲) له مشکلاتو او مصيبتونو سره مسلسل مقابله کول انسان ماهر کوي.

(۳) مشکلات او مصيبتونه په انسان کې د صبر کولو قوت پيدا کوي.

(۴) مشکلات او مصيبتونه په انسان کې پختګي پيدا کوي.

(۵) مشکلات او مصيبتونه انسان ته د کاميابي په لور حرکت ورکوي.

(۶) مشکلات او مصيبتونه تاسو ته يو داسې سبق در زده کوي د کوم له امله چې ستاسو په علم کې زياتوالی راځي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x