افغانستان

زاخیلوال وايي په ننګرهار کي به اسلامي پوهنتون جوړ شي

نن ټکی آسیا: د افغانستان د ماليې وزیر ښاغلي عمر زاخېلوال ویلي چي ډیر ژر به د ننګرهار په ولایت کي د اسلامي هیوادونو په مرسته اسلامي پوهنتون جوړ شي.

نومړي تیره شپه خبریالانو سره په خبرو کي ویلي چي څه موده مخکي د اسلامي هیوادونو په یوه ګډ کانفرانس کي دغه پوهنتون منظور شوی وو، او ورسته د افغانستان دکابینې له خوا هم په غوڅ اکثریت تصویب شوی وو.

او زیاته کړې چي دغه پوهنتون باندي به د ۷۰ څخه بیا تر ۸۰ ملیونو ډالرو  لګښت راځي، چي د نړیوال اسلامي پراختیايي بانک له خوا به ورکول کیږي.

زاخیلوال وویل چي د پوهنتون لپاره  یو نیم زر جریبه ځمکي ته اړتیا ده چي تر اوسه یې انتخاب نه دی سوی، او په دې اړه به څه موده وروسته د کابل څخه یوه ډله هیئت راځي او د پوهنتون لپاره به ځای انتخابوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x