د مور او پلار حقوق (۲۳)

ليکوال : م، نجم الرحمن (فضلي)

له مشرک مور پلار سره څه ډول چلند پکار دی؟

حضرت سعد بن ابی وقاص رضی الله عنه له عشره مبشره ؤ څخه دی، په مکه کې اوسيدونکی دغه قريش زلمی د خپلې مور ډير فرمان بردار بچی وو، له مور سره يې ډير محبت کاوه، کله يې چې قسمت کار وکړ نو له رسول الله صلی الله عليه وسلم سره يې بيعت وکړ او مسلمان شو، دا وخت دی مسلمان دی او مور يې کافره، څومره چې دی په اسلام او توحيد کې سر شاره وو هومره يې مور په بت پرستي کې سر شاره د الله او د هغه د رسول صلی الله عليه وسلم دښمنه وه.

کله يې چې مور ته معلومه شوه چې سعد ايمان راوړی نو خپل زوی ته يې وويل : سعده ! تا کوم دين قبول کړی؟ آيا تا د پلرونو او نيکونو دين پرې ايښی؟ زه تا ته امر کوم چې ته دا نوی دين پريږده، بيا يې اخطار ورکړ که چيرته ته د محمد عربي صلی الله عليه وسلم ملګرتيا پرې نږدې نو زه به تر اخيرې سلګۍ خوراک او څښاک ونه کړم، بيا به د عربو خلک تا ته پيغور در کوي چې مور دې ستا د لاسه مړه شوه او ته د خپلې مور وژونکی يې.

حضرت سعد رضی الله عنه په ځواب کې ورته وويل :

مور جانې ! د خوراک او څښاک پريښودل هيڅ ګټه نلري، ځکه چې زه د خپل اسلام پريښودونکی نه يم.

د ده مور خوراک څښاک کول پريښودل، هغه ډيره کمزورې شوه، يوه ورځ او يوه شپه تيره شوه، حال يې ډير بدل شو، حضرت سعد رضی الله عنه چې خپله مور په داسې حال کې وليدله نو يې ورته وويل : په الله قسم ! که ته مړه هم شې بيا هم زه د خپل دين پريښودونکی نه يم، اوس خوښه ستا چې ډوډۍ خورې او که نه يې خورې.

د حضرت سعد رضی الله عنه د دې خبرې له آوريدو وروسته د مور يې دا يقين راغی چې سعد په خپله خبره کلک ولاړ دی، زما د خبرې منونکی نه دی، بيا هغې خوراک او څښاک شروع کړ (صحيح مسلم : فضائل الصحابة، حديث : ۱۷۴۸.).

د الله تعالی جل جلاله هم په خپل بنده باندې مينه راغله او په قرآن کريم کې يې دغه آيت کريمه نازل کړ :

(وَاِنۡ جَاہَدٰکَ عَلٰۤی اَنۡ تُشۡرِکَ بِیۡ مَا لَیۡسَ لَکَ بِہٖ عِلۡمٌ ۙ فَلَا تُطِعۡہُمَا وَصَاحِبۡہُمَا فِی الدُّنۡیَا مَعۡرُوۡفًا)  ((لقمان، آية : ۱۵).).

ژباړه : او که کوشش وکړي دا مور پلار په تا په دې چې شريک کړې ته له ما سره هغه شی چې نه وي تا ته په هغه سره څه علم، پوهه نو اطاعت مه کوه د دې دواړو او ملګرتيا کوه له دوی سره په دنيا کې ښه غوره (ملګرتيا له شرعي سمه) (تفسير کابلی، ج : ۲، ص : ۶۲۲.).

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د