افغانستان

طالبانو په هلمند کې امریکايي چورلکه ویشتلې

نن ټکی اسیا (جمعه، کب ۲۸مه، ۱۳۹۴ل): د هلمند ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې د امریکايي ځواکونو یوه جنګي چورلکه رانسکوره شوې. پېښه تېره شپه د یادې ولسوالۍ په شادول مانده سیمه کې رامینځته شوې.

طالبان وايي چې چورلکه د چاپې په موخه راښکته شوې وه چې د شپې په یوه بجه د بېرته الوتلو په حال کې د دوی ځواکونو لخوا وویشتل شوه. د طالبانو په وینا، چورلکې له ویشتلو سره سم اور واخیست او د همدې ولسوالۍ د «سه شنبې میلې» په سیمه کې راوغورځېده.

طالبان په چورلکه کې د ټولو سپرو امریکايي عسکرو د وژل کیدو ادعا کوي.

ناټو او امریکايي ځواکونو تر اوسه د یادې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

یاده دې وي چې د روان کال په جنوري میاشت کې طالبانو د دې ولایت په مارجې ولسوالۍ کې د امریکايي ځواکونو لویه اکمالاتي الوتکه د ناستې پر مهال ویشتلې وه چې د الجزیرې د راپور پر اساس په کې سپاره ټول امریکايي عسکر وژل شوي و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمد

الحمد الله دلوی الله شکر دی الهی ټول دسایس او فتنی ددی کفارو ختمی کړی او تباه یی کړی او مجاهدین ثابت قدمه ولری ۰

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x