نړۍ

محمد خان اچکزی د بلوچستان ګورنر مقرر سو

نن ټکی آسیا: د پښتونخوا ملي عوامي پارټي د مشر محمود خان اچکزی ورور محمد خان اچکزی د پاکستان د بلوچستان د صوبې ګورنر (والي) وټاکل سو.

نومړی نن ورځ د پاکستان د ولس مشر اصف علي زرداري په امر او توصیې سره د بلوچستان ګورنر وټاکل سو.

ویل کیږي چي زرداري ته نواز شریف مشوره ورکړې وه چي باید محمد خان اچکزی ګورنر وټاکي.

محمد خان اچکزی د اقتصادي چارو لوی کارپوه او متخصص بللی کیږي، نوموړي د خپل تقاعد تر مخه د بلوچستان په یونیورستي کي د اقتصاد په برخه کي معاون پروفیسر تیر سوی، او د پاکستان د پلاننګ کمېټي د غړي په توګه يي هم دنده تر سره کړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x