افغانستان

امریکایان وايي الوتکي یې بیړنۍ ناسته کړې

نن ټکی اسیا (جمعه، کب ۲۸مه، ۱۳۹۴ل): د امریکا پوځي سرچیني وايي چې ددوی یوه هلیکوپتر الوتکه د افغانستان په سوېل کې د بیړنۍ ناستي له امله له منځه تللې خو زیاته کړې چې ددوی عسکرو ته په کښي هیڅ زیان نه دی رسیدلی.

د امریکايي پوځ یوه جنرال میچیل لاوهورن نن د جمعې په ورځ ویلي چې ددوی الوتکي د افغانستان په سویل کې د نامعلوم سبب له وجي بیړنۍ ناسته کړې خو زیاته کړې چې په پيښه کې هیڅ چاته زیان نه دی رسیدلی. نوموړي د سیمي او وخت په اړه په دقیقه څه نه دي ویلي.

خو طالبان وايي چې تېره شپه یې د چاپې وروسته د امریکایانو یوه هلیکوپتر الوتکه په نښه کړه چې له امله یې الوتکه له منځه ولاړه او په کښي سپاره ټول عسکر ووژل شوه.

د طالبانو ویاند قاري یوسف له لوري نن ټکی آسیا ته په رسیدلي خبرپاڼه کې ویل شوي چې تېره شپه یوه بجه امریکایانو د هلمند ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې د شادول مانده په سیمه کې چاپه ووهله، خو بیرته د الوتلو پر وخت د طالبانو په ډزو ولګېده، چي له امله یې په هوا کې اور واخیست او د سه شنبې میلې په سیمه کې په ځمکه را وغورځېده.

یاده دې وي چې د روان کال په جنوري میاشت کې طالبانو د دې ولایت په مارجې ولسوالۍ کې د امریکايي ځواکونو لویه اکمالاتي الوتکه د ناستې پر مهال ویشتلې وه چې د الجزیرې د راپور پر اساس په کې سپاره ټول امریکايي عسکر وژل شوي و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x