افغانستان

سیګار: امریکا د مخدره توکو پر ضد مبارزه بایللې – ویډیو

نن ټکی اسیا (جمعه، کب ۲۸مه، ۱۳۹۴ل): د تیري چارشنبې په ورځ د امریکا په سنا مجلس کې د دفاع وزارت د مخدره موادو پر ضد د مبارزې څانګې یوې مسؤولې « کریستین ابي زید» په افغانستان کې د خپل کار اړوند معلومات ورکول، چې په خبرو کې يې هیڅ داسي لاسته راوړنه نه لرله چې ذکر یی وکړي.

د امریکا په سنا مجلس کې د «توماس ماسي» په نامه یوه استازي له هغې څخه پوښتني کولې او تر پوښتنو وروسته یې وویل چې امریکا په افغانستان کې د مخدره توکو د قاچاق په وړاندي له بشپړي ناکامي سره مخ دي.

نوموړې وویل چې په تېر کال کې د مخدره موادو یو څه اندازه کرهنه کمه شوې وه، خو دا له دې وجي نه وه چې ګواکي امریکا په خپله مبارزه کې پرمختګ کړی بلکي وچکالي، د اوبو کمښت او نور وجوهات یې لامل وو.

په دې ناسته کې د سیګار مشر مسؤول «جان سوپکو» هم په افغانستان کې د مخدره موادو په اړه معلومات ورکول. نوموړي وویل چې امریکا په افغانستان کې د کال ۲۰۰۲ وروسته ۱۱۳ ملیارده ډالره مصرف کړی چې په هغه کې ۸.۴ ملیارده ډالر په ځانګړې توګه د مخدره موادو پر ضد مبارزه کې استخدام شوي.

خو نوموړی زیاتوي «اوس د دفاع وزارت چارواکي مونږ ته وايي امریکا په دغې مبارزه کې بریالۍ ده، خو دا څرنګه بریالیتوب دی. په ۲۰۱۴ کې تر بل هر وخت په افغانستان کې د تاریاکو او نورو مخدره توکو کښت زیات وو، تر بل هر وخت پر زیاتو کرهنیزو ځمکو کوکنار وکرل شول، تر بل هر وخت زیات افغانان په نشیي توکو روږد دي، تر بل هر وخت زیاتي پیسې او شتمنۍ د تاریاکو د کاروبار سره تړلي دي، که بریالیتوب همدا وي نو ناکامي به څه وي؟»

په افغانستان کې له هغه وروسته چې د طالبانو واکمني د امریکايي یرغل وروسته نسکوره شوې، د کوکنارو کرهڼه یو ځل بیا اوج ته رسېدلې او د نړۍ په سطحه ۹۰ سلنه مخدره مواد په همدې هیواد کې کرل کیږي او نړۍ ته صادریږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
خپلواک

حیرانوونکی چه وایی [ امریکا د مخدره توکو پر ضد مبارزه بایللې ] باید لیکل شوی وی چه [ امریکا د نشه توکو په تولید او قاچاق کی مبارزه ګټلی ] د نشه توکو به تولید او قاچاق یی ترټولو لویه ګته دا چه د افغانستان د جنګ بیه پری کوی حتی څه دوه دری برخی دوی ته هم پاتی کیږی ، بله لویه ګټه یی د افغانستان د خلکو په نشه توکو روږدیدل دی ، په دی روږدیدلو کی چه اوسی یی شمیر په سلو کی دیارلس پرخو ته رسیدلی یعنی د دافغانستان څلور میلونه خلک په نشه توکو… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x