ورزش

انګلستان د جنوبي افریقا خلاف تاریخي بریا خپله کړه

نن ټکی اسیا (جمعه، کب۲۸مه ۱۳۹۴ل): انګلستان کرکیټ لوبډلې د جو روټ د تېزې توپوهنې پر مټ د غره هومره ستر هدف ۲۳۰ منډې پوره  او په نړیوال جام کې یې لومړنۍ بریا ترلاسه کړه.

د هندوستان د ممبۍ ښار په وانکیډی لوبغالي کې د انګلستان کرکیټ لوبډلمشر پچه وګټله او جنوبي افریقا ته یې د لومړۍ توپوهنې دعوت وکړ.

د جنوبي افریقا لوبغاړو تېزه لوبه وکړه. په لومړۍ ۷ اورونو کې هاشم املا او کوینټن ډي کوک ۹۷ منډې جوړې کړې.

ډي کوک په ۲۴ بالونو د ۷ څلوریزو او ۳ شپږیزو پر مټ ۵۲ منډې جوړې کړې او د معین علي په بال وسوځېد.

تر ده وروسته هاشم املا تېزه لوبه وکړه. هغه هم د ۷ څلوریزو او ۳ شپږیزو پر مټ ۵۸ منډې جوړې کړې. ای بي ډي ویلیرز چندان ډير ونه ځلېد او په ۱۶ منډو وسوځېد. جنوبي افریقا په ۱۳۳ منډو خپل درې لوبغاړي د لاسه ورکړل.

وروسته جی پي ډومیني د ۳ څلوریزو او ۳ شپږیزو پر مټ ۵۴ او ډیویډ ملر د ۲ څلوریزو او ۲ شپږیزو پر مټ ۲۸ منډې جوړې کړې.
جنوبي افریقا په ټاکل شوو شل اورونو کې د څلورو ویکټو په غورځېدو ۲۲۹ ډیرې منډې جوړې کړې.

د ۲۳۰ منډو هدف پوره کول ستونزمن ښکارېده. خو د انګلستان اوپنرانو له پیله تېزه لوبه پیل کړه، په لومړیو پنځه اورونو کې يې د دوه ویکټو په غورځېدو د ۱۵.۸۰ په اوسط سره ۷۹ منډې جوړې کړې.

وروسته جو روټ تېزه لوبه وکړه او د نننۍ سیالۍ په ګټلو کې یې کلیدي رول ادا کړ. هغه په ۴۴ توپونو د ۶ څلوریزو او ۴ شپږیزو پر مټ ۸۳ منډې جوړې کړې او هغه مهال وسوځېد چې انګلستان په ۱۱ بالونو ۱۱ منډو ته اړتیا درلودله.

د هغه وروسته معین علي څلوریزه ووهله او لوبه یې د بریا لوري ته نېږدې کړه، خو وروسته کرس جارډن او بیا ډيويډ ویلي وسوځېدل.

معین علي د وروستي اور په ۴ بال منډې پوره کړې. دې سره په نړیوالو شل اوریزو لوبو کې د لوړ هدف پوره کولو ریکارډ انګلستان په خپل نوم کړ.

د لوبې ښه لوبغاړی جو روټ وټاکل شو.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x