ټکنالوژي

چین: سامسنګ Galaxy S7 او S7 Edge اخېستلو لپاره ۱۰ میلیونه خلکو غوښتنلیکونه جمع کړي

نن ټکی اسیا (جمعه، کب۲۸مه ۱۳۹۴ل): د سامسنګ کمپنۍ د روان کال د فرورۍ په ۲۱مه خپل دوه نوي سمارټ فونونه Galaxy S7 او S7 Edge په بارسلونا کې د مبایل په نړیوال کانګرس کې بازار ته وړاندې کړل.

سامسنګ کمپنۍ هغه مهال اعلان وکړ چې د مارچ په لسمه به د نړۍ په ډيری هېوادونو کې دواړه مبایلونه بازار ته وړاندې شي.

د Sammobile وېبپاڼې د راپور له مخې یواځې په چین هېواد کې لس میلیونه کسانو وار له مخې د سامسنګ اخېستلو لپاره غوښتنلیکونه جمع کړي دي.

سامسنګ په چین کې د مارچ په یوولسمه دواړه مبایلونه د ۸ سترو کمپنیو له لارې بازار ته وړاندې کړل چې له منځه یې د ستر انلاین بازار JD.Com له لارې ۶.۳۵ میلیونه مبایلونه مشتریانو غوښتي دي.

همدا راز د suning څخه ۱.۳ او له gome او lynx څخه پاتې مبایلونو اخېستلو لپاره غوښتنلیکونه جمع شوي.

سام مبایل وېبپاڼه وايي چې د مبایل د اخېستلو لپاره د غوښتنلیک جمع کولو وروستۍ نېټه نن د مارچ ۱۸مه ده او ښايي تر ۱۵ میلیونو پورې دغه شمېره ورسیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x