نظــر

ټولنیز جوړښت ته پام اړین دی

د افغانستان قومی او ملیتی جوړښت ته په کتو ، د ولس د سواد کچی او کمزوری اقتصاد ته په پام ، او بالاخره ورستیو څه د پاسه دری لسیزو ناامنۍ او ورانۍ ته په کتو تر ټولو وړاندی با ید په هیواد کی بنسټیز اړتیا ته پام واړول سی ترڅو امن ته لاره پرانیستل سی.حکومتی جوړښت روبینایی عمل دی اما ټولنیز جوړښت زیربینایی کاردی که ټولنه جوړه سی دولت د هغه مولد یازیږنده ده خاماخا به ښه دولت وی ، په داسی حال کی چی په تیرو پنځه دیرشو کلونو کی هڅه سویده د حکومتونو پر جوړښت او په هغه کی د شراکت د انډول پر ساتلو تمرکز وسی . څو مهمو ټکو ته اشاره د وضاحت سبب کیږی .

۱ : په تیرو څلورو لسیزو کی یعنی له هغه وخته چی جمهوری نظام رامنځ ته سو هیواد ورانیږی او ولس کړیږی  په دی موده کی ډول ډول رژیمونه راغلل او مختلفی تیورۍ تجربه سوی خو هره تجربه د وینو د سیلابونو،ملی نفاق او ورانیو سره مل وه د جمهوری دولتونو مثبت ټکی یا مزایاوی ولس و نه لیدلی.  هغه ټولنیز جوړښت چی د پیړیو راپدیخوا موجود ؤ او د افغانی ټولنی د دود او عنعنی زیږنده وه له منځه لاړ،هغه ټولنیز جوړښت چی مُلا ،ډاکتر او انجینر په یوه کلی کی په ږیره او بی ږیری، په دریشی او ملی کالو کی ګډ ژوند کاوه مختل سو د ترقۍ او وړاندی تګ ترنامه لاندی په چټکتیا بیله دی چی افغانی ټولنه ښه تحلیل او تجزیه سی د نورو هیوادونو سیاسی ایډه لوژی او کړنلاری یو په بل پسی د تقلید په موخه تجربه سول هیڅ یوه زموږ د طبعی ا و فطری جوړښت سره تطابُق ونه کړ ، نه یوازی ترقی او وړاندی تګ را په نصیب نه سوه بلکه د وژنو او ورانیو سره مذهبی، ملیتی ، ژبنی ، سمتی او نوری داسی بدبختۍ را وزیږیدلی چی اوس یی بندوبس ستونځمن کار دی(شرموښکۍ د مار چل کاوه پر ملا دوه ځایه سوه)   اوس د ټولنی پخوانی جوړښت ته ستنیدل هم ساده کار ندۍ .هغه جوړښت چی په کمزوری اقتصاد په ډیر کم او بی امکاناتو پوځ او امنیتی ځواک توانیدلی وه خپل قوی شتون په سیمه کی تثبیت کړی دلیل هم دا ؤ چی ولسی قوت چی د کلی د سطحی د خان،مُلا او ملک څخه شروع بیا تر وکیله او وزیره پوری د یوه ځینځیر د کړیو په شان د شاه تر قیادت لاندی، د هیواد ساتنی ته ژمن او وفاداره وه.هلته هره ورځ د اول سړی د ټاکنی پرسر سیالۍ او ګروپ بندۍ او جګړی نه وی  .هغوی توانیدلی وه ټولنه په تدریجی او سُنتی توګه د دموکراسۍ په لوری یوسی ( د ۱۳۴۳ کال اساسی قانون او د دموکراسۍ لسیزه مثال دی) ،هیواد یی په طبعی او تدریجی توګه د نړۍ د لویو هیوادو سره په مناسبه او خپلواکه توګه وصل کړ. هغوی توانیدلی وه ملی او افغانی کلتور او عنعنی او اسلامی ارزښتو ته په کتو په تدریجی ډول د سترو دموکراتیکو هیوادو ګټوری کړنی او د زمانی مقتضیات په خپل ټولنیز جوړښتونو کی ورګډ کړی( د ښځو ازادی ، د احزابو تکامل او د بیان ازادی) د فساد کلمه نااشنا وه چور او چپاول د شرم ډک جرم ؤ، بیت المال ته بد نیت د جرم ترڅنګ د اسلامی ارزښتنو پر بنسټ ګناه بلل کیده له همدی کبله بانکونه او دولتی ځمکی د غصب او تالان څخه په امان کی وه ،ملی واکمنی او ځمکنۍ بشپړتیا په مطلق ډول ساتل سوی وه بالاخره هغوی توانیدلی وه ملی یووالی په حقیقی توګه وساتی، .

۲ : که په افغانستان کی د کمونستانو د واکمنۍ دوره او د کورنۍ جګړی دوره دغندنی وړ بولو نو ایا اوسنۍ لسیزه د هغه   دوام ندۍ؟ په اوسنۍ لسیزه کی د ټولو غربی هیوادو ترڅنګ او د هغوی په پیاوړی اقتصاد رژیم ونه توانیدۍ او یا یی د انحصار په موخه نه غوښتل چی حد اقل ټولنه جوړه کړی او د افغانانو مرګ او میر ته د پای ټکی کښیږدی که د امریکایانو له راتګه بیا تر اوسه تخمینی محاسبه وسی په لکونو افغانان وژل سوی دی داکه د پولیس په نامه دی که د پوځ ،یا طالب او یا ملکی کسان وی خو افغانان دی. دی ناورین ته یوازی ښه ټولنیز جوړښت د پای ټکی ایښولای سی.  په دی معنی چی مذهبی، تنظیمی، جهادی او قومی جوړښتونه خپل ځای و ملی جوړښتونو ته پریږدی هغه چی د سیاسی ټولنو او حزبونو په ایجاد او تشکُل کی د ملی ارمانونو لپاره لاره پرانیستلای سی. جهادی تنظیمونو خپل رسالت د جګړی او جهاد په ډګر کی ثابت کړ خو تیرو ته په کتو هغوی د حکومتدارۍ او دولتمدارۍ په برخه کی پاتی راغلی دی اوس هغه وخت دی چی د افغانی ټولنی منور او سیاسی قشر ته لاره پرانیستل سی ترڅو هغوی د سیاست او حکومتولۍ په ډګر کی د افغانانو توانمندی ثابته کړی.دی ته وای ټولنیز جوړښت. هغه ډلی چی د وخت د ضرورت پر بنسټ د جګړی په موخه جوړی سوی وه نور باید ځای و سیاست ، ښه حکومتولۍ او مدنیت ته پریږدی، بهرنی نامشروع تړاونه باید پریښوول سی .

اوسنۍ ناخوالی په دی مفهوم ندی چی د افغانستان موضوع دی د حل لاره ونلری یقین دی چی تر ټولو لوړه موخه اوس او تر ۲۰۱۴ کال وروسته امن او نظم دی امن مختلف ابعاد کسب کړی دی او د مختلفو هیوادونو د ګټو سره یی تړاو پیدا کړی دی ځکه مختلفو هیوادو د مختلفو موخو لپاره زموږ په هیواد کی پانګونی کړیدی له بده مرغه دی بهرنیانو ته ځنی افغانی افرادو د نفوذ او لاس وهنی شرایط برابر کړی دی.

د افغانستان ټولنیز تکامل او اقتصادی پیاوړتیا په هغه اندازه نده چی ګاهی د کمونیزم او ګاهی د فیور دموکراسۍ تمثیل وسی، د تاریخ په اوږدو کی دودیزه میراث او اسلامی ارزښتونو د بیګانه تیوریو مخه ډپ کړیده،هر ډول ارستوکراتیک تمایلات د ځان غوښتنی په موخه د خیالی تحولاتو په ترسیم ښه عواقب نسی لرلای. ترهرڅه وړاندی په پیاوړی اراده ټولنیز جوړښت ته پام اړول اړین دی، سیاسی او ملی خو ځښتونو ته د رُشد لاره هموارول  او ملی سیاسی شخصیتونو ته د وطن په ودانولو کی د ونډی زمینه برابرول زیربینایی کار دی. نوی ځوانو فکرونو ته د ښه تکامل زمینه مساعدول د سیاسی استعدادونو د تبارز لاره خلاصه وی او د ټولنی د جوړیدو په لاره کی مهم ګام ګڼل کیږی.شک نسته چی د زړو پدیدو له منځه وړل زړه ور اقدام ،کلکی ارادی او پراخ ملاتړ ته اړتیا لری .

اوس چی د پلان له مخی د ولسمشرۍ ټاکنی را رسیدونکی دی د رڼو ټاکنو ناری سوری ډیری دی داسوال طرحه کیږی چی د تیرو ټاکنو په پرتله کوم داسی بهبود راغلی دی چی د روڼتیا او ښو ټاکنو سبب سی؟ په داسی حال کی چی امنیت،اقتصاد او پانګونه تر پخوا ټکنی دی. د انحصار په دایره کی په اوسنی حاکمو کړیو کی د بدیل په هکله هم سوچ پکار دی. ولس خو له پامه غورځول سویدۍ .ځنی خیالات داسی راکوټیدلی دی چی اوسنۍ حاکمی کړۍ غواړی حکومت پخپل منځ کی یو او بل ته د ګیند(بال) په شان پاس کړی.غرب هم پخپل وار هڅه کوی ځنی راوستل سوی کسان د تکنوکراتانو تر نامه لاندی د تنظیمی کړیو څخه جلا او د مشرۍ جوګه وښیی خو په حقیقت کی د هغوی د استناد نقطه همغه تنظیمی کړۍ او جنګی ډلی دی. کرزی توانیدلی ؤ ظاهرشاه او د هغه کورنۍ ته په احترام په نسبی توګه ولسی هوکړه ترلاسه کړی ځکه شاه ولس ته د تیرو څلورو لسیزو واکمنانو په پرتله د قدر او احترام وړ دی د شاه د واکدارۍ دوران مطلق بی پری او پرولسی ګټو ولاړ ؤ ، شاه په بریالیتوب د نړیوالو اړیکو انډول او افغانی وقار په سیمه کی ساتلی ؤ او د فساد کلمی ته یی په افغانی قاموس کی ځای نه ورکاوه د شاه په ټوله زمامداری کی د قتل او قتال تورونه و شاهی کورنۍ ته منسوب نه وه. د ۱۳۴۳ کال اساسی قانون د وخت د مقتضیاتو سره سم او د افغانی ټولنی سره په مطابقت کی د رژیم جوړښت طرح کړۍ ؤ د شاه ترڅنګ د ولس اراده د  استازو له طریق د منتخب حکومت له لوری تمثلیدۍ. د واک مرجع له ازله معلومه وه هیڅ ډلی ،قوم او سمت د مشری هلی ځلی او اختلافات نه رامنخ ته کول او نه هم بهرنیانو د داسی مواقعو څخه ګټه پورته کولای سوای.(جاپان،برتانیه،هالنډ،سویډن،تایلند،بلژیک،ناروی،اتریش،ډنمارک او نور) د سلطنتی نظامونو او پارلمانی سیسټمونو په درلودلو سره د اقتصاد،سیاست،قدرت او دموکراسۍ پیاوړی ممثلین دی.

که د ولسمشرۍ ټاکنی د حالاتو د خړپړتیا او نوی ناندریو سبب کیږی،که ټاکنی د امنیتی ستنځو له کبله سراسری نسی ترسره کیدای،که رڼی ټاکنی ممکن نه وی. له بله اړخه که د ټاکنو نه ترسره کیدل په رژیم کی د تضادونو د پیاوړتیا او د دولت د بی ثباتۍ سبب ګرځی ،که د ټاکنو نه ترسره کیدل د افغانستان سره بهرنۍ مرستی ټکنۍ کوی،او که نه ټاکنی د مدنی ټولنو د اعتراضونو موجب کیږی نو احساسات باید پر عقل غالب نسی، هر نوع تلاش او هڅه د نمایشی او تمثیلی ټاکنو لپاره ډیر بد عواقب رامنځ ته کولای سی. بهتره به داوی چی پر دریمه لاره غور وسی. دبهرنیانو د مشورو اوریدل ښه دی خو عینی شرایط افغانانو ته ښه معلوم دی. لوی جرګو د افغانستان په تاریخ کی په نازکو حالاتو کی مهم رول لوبولی دی خو چی لویه جرګه عنعنوی وی او د ولس استازی پکښی ګډون ولری، لویه جرګه د معینو کړیو د انحصار څخه په امان کی وی، په هغه صورت کی به لویه جرګه وتوانیږی سربیره پر مشرتابه پر نورو مهمو مضوعاتو هم غور وکړی، د اساسی قانون غنامندی عینی ضرورت دی، پر ریاستی سیسټم له سره غور پکار دی . ترڅو د اوسنی بحرانی حالت په درشل کی ،د تنظیمی او ګروپی تضادونو او رقابتونو د مخنیوی په منظور ، د اساسی قانون د غنامندۍ په منظور او د ګاونډی هیوادونو په وړاندی د یو رغنده دریځ نیولو په منظور او د مشرتابه او د رژیم د ډول د انتخاب په منظور رغنده ګام پورته سی.

.عبدالباری عارض

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x