ټکنالوژي

وټس اپ کې نوې مهمې ځانګړنې زیاتې شوې

نن ټکی اسیا (شنبه، کب۲۹مه ۱۳۹۴ل): د پیغام لېږلو په اپلیکیشنونو کې وټس اپ تر دې دمه د نورو په پرتله ډیری ځانګړنې لري خو دا ځل یې داسې ځانګړنې زیاتې کړي چې دغه اپلیکیشن يې نور هم ښه کړی دی.

وټس اپ له لارې اوس تاسو کولای شئ چې په ډارپ باکس Drop box ، ګوګل درایو او مایکروسافټ ون ډرایو کې ساتل شوي انځورونه له ملګرو سره شریک کړئ. خو د دې لپاره باید دغه اپلیکشنونه تاسو خپل مبایل کې انسټال کړي وي.

سربېره پر دې کولای شئ چې اسناد لکه پي ډي ایف او ورډ فایلونه هم د وټس اپ له لارې شریک کړئ او د دې لپاره تاسو د ګوګل ډرایو یا ډراپ باکس لپاره هم اړتیا نه لرئ.

وټس اپ همدا راز اوس د پیغام لیکلو پر مهال د ځينو تورو د بولډ یا غټولو او حرفونو ایټالیک یا کږولو اساني هم زیاته کړې ده چې له مخې یې کولای شئ ځېنې مهم توري غټ کړئ څو لوستونکي ته د اصل موضوع په اړه اساني وي.

د حرفونو بولډ یا غټولو لپاره باید د تورو څخه وړاندې او وروسته د ستوري ** ولګوئ او ایټالیک لپاره باید حرفونه په انډر سکور ( ـ ـ) کې بند کړئ.whatsapp2

وټس اپ نوې ځانګړنو کې د ویډيو زوم یا رالنډول هم شامل دي چې له منځه یې کولای شئ ویډيو zoom کړئ او اړوند ځای له نېږدې وګورئ.

نوو ځانګړنو ترلاسه کولو لپاره باید وټس اپ 2.12.535 ورژن ته اپډيټ کړئ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x