
د سري لنکا وتلی توپ اچوونکی ملینګا له نړیوال جام بهر شو
نن ټکی اسیا (جمعه، کب ۲۸مه ۱۳۹۴ل): د سري لنکا تېز توپ اچوونکی او پخوانی کپتان لاسېت ملینګا د ټپي کېدو له کبله له نړیوال جام څخه بهر شو.
څه موده وړاندې د نوموړي زنګون خوږ شوی و او د څو میاشتو لپاره د لوبې څخه ناست و.
ملینګا د څو میاشتو ارام وروسته اسیا جام کې د ګډون لپاره لوبډله کې شامل شو، خو یو ځل یې بیا ټپونه سخت شول او د اسیاجام ټولو سیالیو کې هم وانخېستل شو.
د سري لنکا کرکیټ بورډ د نوموړي د ټپي کېدو سربېره نوموړی په لوبډله کې شامل کړی و خو کپتاني یې د نوموړي پر ځای انجلیو میتیوز ته ورکړې وه.
د سري لنکا کرکيټ بورډ وايي چې نوموړي ټپونه نه دي جوړ شوي چې له کبله يې نوموړی بېرته هېواد ته ستون شو.