
روسيه کې مسافر وړونکې الوتکه پرېوتې
نن ټکی اسیا (شنبه، کب ۲۹مه، ۱۳۹۴ل): روسي رسنۍ وايي، چې له دوبې مسکو ته تلونکې مسافر وړونکې الوتکه کې د تخنيکي ستونزو له امله اور لګېدلی او په کې د ناستو مسافرو د وژل کېدو امکان ښوول شوی دی.
ويل کيږي، چې په الوتکه کې د ګڼو هېوادونو پنځه پنځوس مسافر سپاره وو.
د راپورونو له مخې د متحده عربي اماراتو فلای دوبۍ شرکت بوينګ ۷۳۸ الوتکه کې ځمکې ته د کوزېدو پر مهال اور لګېدلی او پرېوتې ده.
د روسيې بېړنيو پېښو سره د مبارزې ادارې وياندې مرينه کستيو کوواو مسکو کې رسنيو ته وويل، چې الوتکه کې د پنځه تنه عملې په ګډون شپيته مسافر وو او له دوبۍ د راتلو پر مهال د روسيې روستوف اون ډون پر هوايي ډګر دغه پېښه وشوه.
د چارواکو په وينا تر اوسه د الوتکې پرېوتو له امله د وژل شوو کسانو دقيق شمېر نه دی معلوم او د لومړنيو اټکل شوو معلوماتو له مخې دغه پېښه کې څوک ژوندي نه دي پاتې.
له پېښې وروسته پر روسټوف اون ډون هوايي ډګر د الوتکو د کيناستو مخنيوی شوی او نورو هوايي ډګرونو ته لېږدول کيږي.