
پاکستان له کرمې ايجنسۍ د ناقانونه کډوالو د ويستلو پرېکړه کړې
نن ټکی اسیا (شنبه، کب ۲۹مه، ۱۳۹۴ل):د پاکستان قبايلي سيمې کرمې ايجنسۍ پوليټيکل ايجنټ امر کړی، چې دغه ايجنسۍ کې ناقانونه اوسېدونکي افغان کډوال دې ژر تر ژره له دې سيمې ووځي.
تېره ورځ ناوخته د کرمې ايجنسۍ پوليټيکل ايجنټ د افغان کډوالو مشران ورغوښتي وو او هغوی يې د حکومت له پرېکړې خبر کړل.
په دغه ناسته کې د افغانم ملکانو او سپين ږيرو ترڅنګ د کرمې ايجنسۍ امنيتي او نور سيمهييز افسران هم شريک وو.
د چارواکو په وينا د کرمې ايجنسۍ خپيانګه، خلوټ، لړمه او نورو سيمو کې، چې د افغانانو کمپونو کې ناقانونه کډوال اوسيږي، بايد ژر تر ژره له دې سيمې خپل هېواد ته ستانه شي او که هر چا سرغړونه وکړه، په زوره به وېستل کيږي.
د خيبر پښتونخوا او قبايلي سيمو په ګډون د پاکستان په ګڼو سيمو کې د ناقانونه افغان کډوالو پر خلاف د پاکستاني چارواکو هڅې له پخوا روانې دي او دا کړنې د پېښور پر پوځي ښوونځي له بريد وروسته نورې هم توندې شوې.
د خيبر پښتونخوا اعلا وزير پروېز خټک هم څو څو ځل ويلي، چې افغان کډوال بايد خپل هېواد ته ستانه شي او د دوی شتون يې د خيبرپښتونخوا د نا امنۍ لامل بللی دی.
د تېر کال تر پايه پاکستان کې د افغان کډوالو د اوسېدو قانوني موده پای ته ورسېده او پاکستان د شپږو مياشتو لپاره دغه موده نوره هم وغځوله.
کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې ادارې يو ان اېچ سي ار له پاکستانه غوښتي، چې د دوو کلونو لپاره د افغان کډوالو د اوسېدو موده وغځوي، مګر پاکستان تر اوسه په دې اړه په څرګندو ټکو څه نه دي ويلي.
پاکستاني سرچينې وايي، چې د افغان کډوالو په اړه پاکستان غواړي، دغه هېواد کې د افغانانو د اوسېدو موده وغځوي او دا پرېکړه به د پارلمان له تاييد وروسته کوي.
پېښور کې د پوځ پر ښوونځي له بريد وروسته پاکستاني امنيتي ځواکونو زرګونو افغانان له نيولو او ځورولو وروسته افغانستان ته لېږلي دي.
د خيبرپښتونخوا، کشمير، قبايلي سيمو او بلوچستان پاکستاني چارواکو د ناقانونه کډوالو تر څنګ زرګونو قانوني افغان کډوال هم بنديان کړي او په زوره يې له پاکستان وېستو ته اړ کړي دي.
له کرمې ايجنسۍ د ناقانونه افغان کډوالو د وېستلو پرېکړه په داسې حال کې شوې، چې دوه اوونۍ وړاندې پاکستان کې د ولسمشر ځانګړي استازي او افغان سفير حضرت عمر زاخېلوال د خيبرپښتونخوا له اعلا وزير او نورو لوړپوړو چارواکو سره له رسمي ناستې وړوسته ډاډ څرګند کړ، چې له دې وروسته به افغان کډوال د پوليسو له لوري نه ځورول کيږي او ناقانونه کډوال به هم د قونسلګرۍ له مشورې او تاييد وروسته خوشې کيږي.