نظــر

لونګۍ غوا وخوړه او غوا . . . ؟

(لونګۍ غوا وخوړه ) دا د برحاله افغان حکومت دفاسد قضایي نظام ترټولو جامع او شامل  تعبیر دی ، چې اوس ترینه دفاسدې قضاء  یوه مهمه کنایه جوړه شوې .

اصلي کیسه له دې ځایه پیلیږي ، چې ددوو کسانو په محکمه کې دیو څه په سر دعوه وه ، د وروستۍ زمانې قاضي ددې په ځای چې حق حقدار ته وسپاري ، له مدعي نه یې غوښتنه وکړه ، چې په رشوت کې یوه لونګۍ ورته راوړي ، ترڅو تر دعوه لاندې مال وروسپاري ، مدعي بازار ته ځي او قاضي صاحب ته  لونګۍ راوړي ، خوکله چې مدعی علیه خبریږي ، چې مدعي قاضي ته په رشوت کې لونګۍ ورکړې ، نو هغه دفیصلې تراعلان مخکې  بازار ته ځي ، او یوه پیوره غوا رانیسي ، او دقاضي صاحب ترکوره یې رسوي ، دفیصلې داعلان په ورځ مدعي انتظار دی ، چې نن به یې په طرف فیصله کیږي ، مګر قاضي صاحب فیصله دمدعی علیه په ګټه اعلانوي ، مدعي په رمازه کې قاضي صاحب ته لونګۍ وریادوي ، خو قاضي ورته په لنډو وایي چې ( لونګۍ غوا وخوړه !!)

متاسفانه  له تیرو یوولسو کلنو راهیسې دافغانستان قضایي نظام  او دعدل او انصاف معادله ، دلونګۍ او غوا ترمنځ ایساره ده ، که محکمې ته له لونګۍ سره لاړې  نو که  دتن په جامو چا دعوه درکړې وه هم ، داسې یې وبوله چې بایللې دې ده ، خو که دغوا پړی دې په لاس کې وو ، نو بیا ټول افغانستان غصب کړه او سرې سترګې ګرځه .

ددې مسئلې حساسیت  او عمق یوازې هغه چاته معلومیږي ، چې کومه ورځ یې په  محکمه کې کار بند شوی ، او د قاروني قاضیانو رحم او کرم ته پاته شوی وي ، دکمونیستي رژیم دقاضیانو په اړه مې اوریدلي وو ، چې له ښځینه دوسیه لرونکو به یې  دجنسي اړیکو غوښتنه کوله ، مګر دکرزي درژیم قاضیان چې ځانونه مسلمان بولي ،عینی همداسې خواهشات لري ، خو په بل شکل ، څو میاشتې وړاندې دننګرهار یوه سپین ږیري قاضي له یوې پیغلې په رشوت کې دواده غوښتنه کړې وه .

محکمه په یوه هیواد کې دعدل او انصاف مرجع بلل کیږي ، او دعدل مقابل ظلم دی ، که محکمه دعدل په تامین کې پاته راشي ، نو معنی یې داده چې ظلم ته یې ملاتړلې ، او ظلم بیا هغه جنایت دی ، چې الله تعالی یې دکفر موازي بولي ، ( ان الشرک لظلم عظیم ـــ والکافرون هم الظالمون )

ظلم چې رسول الله صلی الله علیه وسلم  (دقیامت تیارې) ورته ویلي ، له هغو اعمالو څخه دی چې په قرانکریم کې یې په اړه سخت وعیدات راغلي دي ، عدل او ظلم  دوه متضاد صفات دي ، له کوم ځای نه چې عدل کډه باروي ، نو ضرور به یې ځای ظلم ډکوي  ، متاسفانه له تیرې یوې لسیزې راهیسې په افغان مؤمن اولس باندې داسې نظام تپل شوی دی ، چې په ظلم او فساد کې یې نړیوال نوم ګټلی ، هغه نظام چې محاکم یې  دظلم ځالي دي ، چې د رشوت په مقابل کې  دیوه مسلمان  حق بل ته ورکوي،هغه قاضیان او محاکم چې داسلام اهانت کوونکو ، مرتدانو ، ظالمانو ، جابرانو ، غاصبانو او جنایت کارانو ته برأت ورکوي  ، خو دټولنې تر ټولو سپیڅلي قشر  ملا ، عالم ، صوفي ، امام ، قاري او متدین انسان ته داعدام او اوږ ده بند سزاګانې ورکوي  .

د کرزي دظالم او فاسد رژیم په اړه نظر دادی ، چې په دې نظام کې  دفساد او ظلم جوړښت ( هرمي ) دی ، مطلب داچې اوبه له پاسه خړې دي ، ظلم او فساد له ترټولو لوړې مرجع څخه راپیلیږي ، او په ټیټ پوړو چارواکو او ادارو پای ته رسیږي ، په دې نظام کې چې کومه اداره څومره لوړپوړې ده همدومره  ډیره فاسده ده ، او هغه دچا خبره د اولس له وینو او ملي شتمنیو څخه یې ( حصه بقدر جثه ) خوړلې ده ، ستره محکمه چې دیوه سالم نظام  دعدل ترټولو ستره مرجع بلل کیږي ، داوسني ظالم او فاسد رژیم دننه دظلم ترټولو ستره ځاله ده ، دایټالوي یرغلګرو لخوا د مهندسي شوي فساد دا ځاله دظالمو او غاصبو چارواکو په لاس کې هغه حربه ده ، چې  په مټ یې له تیرې یوې لسیزې راهیسې خپلې خیټې ډکوي ، او ددین او ملت اصلي وارثانو ته  ورباندې دمرګ او بند سزاګانې اعلانوي .

په  تیره لسیزه کې دلسګونو زرو نیول شویو بې ګناه افغانانو له جملې هیڅ یو ترهغو نه دی راخلاص شوی ، ترڅو یې دسترې محکمې دظالمو قاضیانو جیبونه له ډالرو نه وي ورډک کړي ، داظالمان اوس په افغانیو رشوت هم نه اخلي ، د دوی دډالرو لپاره خو مظلومو بندیانو خپل کورونه ، ځمکې او ملکیتونه  خرڅ کړل ، ترڅو دسترې محکمې دایټالوي قاضیانو ججوري ورډک کړي ، دقاضیانو په نامه ددې ظالمانو فساد اخردومره کچې ته لوړ شو ، چې درژیم دننه چارواکي یې هم ترستوني ورسول .

پنځه شپږ کاله وړاندې طالبانو په غزني کې دپکتیکا دمرافعه محکمې څو قاضیان ووژل ،  هغه مهال دپکتیکا حکومتی والي اکرم خپلواک وو ، دیوه عیني شاهد له قوله اکرم خپلواک  په لوی مجلس کې په دې کار طالبانو ته  افرین ویلی وو ، او ویلي یې وو چې طالبانو په لومړي ځل زما په زړه کار وکړ ، او دپکتیکا خلک یې دڅو ظالمو قاضیانو له شرڅخه په امن کړل .

دتېر اپریل میاشتې په دریمه طالبانو په لومړي ځل په فراه ولایت کې په محاکمو برید وکړ او څوتنه  قاضیان یې دخپل جرم په سزا ورسول ، هغه مهال طالبانو دا برید یو پیل بللی وو ، او هوډ یې څرګند کړی وو ، چې په راتلونکي کې به هم مضر قاضیان ترهدف لاندې نیسي .

تیره ورځ په کابل کې دسترې محکمې په قاضیانو درنه چاودنه وشوه ، چې په نتیجه کې یې لسګونه قاضیان دخپل ظلم په سزا ورسیدل ، دکرزي دحکومت چارواکي وایي چې طالبانو د محکمې ملکي مامورین په نښه کړي ، خو هوښیاران پوهیږي چې دغه مامورین په اصل کې هغه پټ قاتلان دي ، چې دخپل قلم په نوکه  ددین او وطن رښتیني اتلا ن غرغره کوي ، حرام  حلالوي او دیرغلګر کفر په خلاف فرض جهاد جنایت بولي .

طالبانو په دې برید سره په حقیقت کې له  هغو قاتلانو او ظالمانو انتقام  واخیست چې دا یوه لسیزه دظلم او فرعونیت په مسند ناست دي ، دمظلوم ملت  د ځان ، مال ، عفت ، ملکیت او عزة النفس په نسبت هیڅ رحم او عاطفه په زړه کې نه لري ، لس کاله یې داولس وینې زبیښلي او دظلم ژرندې یې چلولې دي ، هغه قاتلان چې دولس په رګو کې پاته وروستۍ څاڅکي وینې ته یې هم سترګې پټې دي ، او غواړي خپل بانکي حساب ورباندې دوچند اوخپل  جوع الارض ورباندې  خړوب کړي .

ددې ظالمانو په هلاکت به هغه ډیرې کورنۍ دلاسا شوي وي ، چې همدې ظالمانو یې  دنازولو ځوانانو  غاړو ته  د دار رسۍ ورواچولې ، او یوازې  د ( اسلام ) په جرم یې غرغره کړل .

الله تعالی دکفر په وړاندې زغم لري ، خو ظلم نه شي زغملای ، ښایي نور ددې ظالمانو په خلاف دالهي انتقام او عذاب وخت رارسیدلی وي ، چې داسې الله تعالی په خپله سزا ورسول .

دپروني بریدپه اړه ویل کیږي ، چې دقاضیانو ګڼ شخصي موټر هم په کې له منځه تللي ، شاید دابه هماغه موټر وي ، چې له کوم زورور ( غوا لرونکي ) څخه یې په رشوت کې اخیستي وي ، او په مقابل کې یې دکوم ( لونګۍ والا ) حق ورته روا کړی وي .

هوکې ، لونګۍ  غوا خوړلې وه ، مګر داسې ښکاري چې غوا له  خپل څښتن سره یوځای انتقامي برید وخوړه .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x