
ملګرو ملتونو جاپانی ډيپلومات افغانستان لپاره ځانګړی استازی وټاکه
نن ټکی اسیا (شنبه، کب ۲۹مه، ۱۳۹۴ل): د ملګرو ملتونو سرمنشي بانکي مون پرېکړه کړې، چې د جاپان بهرنيو چارو وزارت لوړپوړی ډيپلومات او افغانستان کې د ملګرو ملتونو يوناما مرستيال ټاډا ميچي ياماموټو افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی وټاکي.
جاپاني رسنيو د ملګرو ملتونو سرچينو له قوله ليکلي، چې ۶۵ کلن جاپانی ډيپلومات ياماموټو به د راتلونکې مياشتې کې خپله دنده پيل کړي او تمه ده، چې امنيت شورا به د بانکي مون د دې پرېکړې تاييد وکړي.
ياماموټو د جاپان بهرنيو چارو وزارت لوړپوړی ډيپلومات و، له دې وړاندې يې افغانستان کې د مرستيال سفير او د افغانستان په اړه نړيوالو کنفرانسونو کې د جاپان په استازيتوب ګډون کړی دی.
۲۰۱۰-۲۰۱۲ پورې افغانستان او پاکستان لپاره د جاپان مرستيال ځانګړی استازی و، همدا رنګه افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندوی مېشن يوناما د مرستيال په توګه يې هم دنده ترسره کړې ده.