افغانستان

قهرمان له هلمنده د تېښتې ګواښ کړی

نن ټکی اسیا (شنبه، کب ۲۹مه، ۱۳۹۴ل): په هلمند کې د جګړې عمومي مسوول عبدالجبار قهرمان ګیله کوي چې د ده خبرو ته څوک غوږ نه نیسي او په وينا يې پلانونه يې نه تطبقېږي.

قهرمان چې نږدې دوه میاشتې وړاندې د ګډ حکومت له لوري د هلمند د جګړې عمومي مسوول وټاکل شو، ګواښ کوي چې که يې په لنډ وخت کې د پلانونو د تطبیق ډاډ ور نه کړل شي دوه ورځې کې به کابل ته ورسېږي.

قهرمان وړاندې تر دې هم په سیاسي بحثونو کې حکومت په جګړه کې مطلق ناکام معرفي او امنیتي ارګانونه يې د « ماشومانو » په لاس کې بلل.

نوموړي ګیله کړې چې په هلمند کې يې پر څرګندونو، امرونو او پلانونو څوک غوږ هم نه ګروي او په وينا يې که همدا حال دوام وکړي دی به ډېر ژر کابل ته پښې سپکې کړي.

نوموړی په داسې حال کې هلمند ته ولېږل شو، چې سنګین د سقوط پر ژۍ ولاړه وه، خو د ده په واک کې طالبانو څو ورځې وړاندې خانشین ولسوالۍ ونیوله او ان د مرکز لښکرګاه پر امنیتي پوستو يې بريدونه وکړل.

کورني او بهرني پوځي لوړ پوړي چارواکي پر دې یوه خوله دي چې روان میلادي کال به د افغان حکومت لپاره له ستونزو او ننګونو ډک کال وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x