افغانستان

غزنی: د اندړو ولسوالۍ سقوط ته نږدې ده

نن ټکی اسیا (شنبه، کب ۲۹مه، ۱۳۹۴ل): په غزني کې د اندړو ولسوالۍ مسوولین وايي چې که مرکزي حکومت سترګې ور وانه ړوي د دوی ولسوالۍ به سلامته د طالبانو لاس ته ولوېږي.

د اندړو ولسوالۍ چې د اربکیانو جرړې پکې راشنې شوې، د طالبانو د بريدونو له امله د دولت ګوتې سستې شوې او له واکه يې په وتو ده.

د اندړو ولسوالۍ ولسوال محمد قاسم دیسیوال وايي چې په دې ولسوالۍ کې د اربکیانو له نږدې زرو تنو اوس سل هم نه دي پاتې شوي، ځینې يې وژل شوي ځينې تښتېدلي دي.

هغه وايي چې طالبانو تېره شپه هم د ولسوالۍ پر دریو امنیتی پوستو بريدونه وکړل چې د ده په خبره یوازې یو پولیس يې ټپي کړی دی.

دا په داسې حال کې دی چې د غزني امنیه قومندان بیا د غزني د سقوط وېره ښکاره کړې ده، امین الله امرخېل څو ورځې وړاندې ګواښ وکړ چې مرکزي حکومت يې مرسته ونه وکړي دی به خپله دنده خوشي کړي.

امرخېل وايي دوی په همدومره امنیتي ځواکونو نشي کولی چې د طالبانو مخه ونیسي، د هغه په خبره که حالات همداسې دوام وکړي غزنی به د کندوز پر برخلیک اخته شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x