افغانستان

ملي امنیت پښتو منعه کړې

نن ټکی اسیا (شنبه، کب ۲۹مه، ۱۳۹۴ل): د ملي امنیت لوی ریاست خپلو ټولو اړوند ارګانونو ته امر کړی چې د روانې کب میاشتې له ۲۶مې وروسته د پښتو لیکلو حق نه لري.

په دې مکتوب کې د ملي امنیت په منځ کې د مکتوبونو، وړاندیزونو او حتی فکس او ایمیلونو لپاره د دری ژبې د کارونې امر شوی دی.

دا مکتوب چې پخپله هم په دری ژبه لیکل شوی، د ملي امنیت د «۱۴۳۳۴» نمبر له مخې د دې ریاست روغتيايي څانګې ته لېږل شوی او پکې يې غوښتي چې باید محرم وساتل شي.

د مکتوب په پای کې ټینګار شوی چې باید درېیم څوک پرې خبر نه شي او دا مکتوب د باندې ونه ویستل شي، خو په خواله رسنیو کې د دې مکتوب خپرېدو توند غبرګونونه را پارولي دي.

د کابل پوهنتون استاد لیکوال او سیاسي مبصر ډاکټر فیض محمد ځلاند دغه ریاست په فاشیزم ککړ بولي او لیکي: «چې په ملي امنیت کې مو دومره لوی فاشیست وي، له پوهنتون او ښوونځي مو څه ګیله ده!»

د مسلم احمدي په نوم یو تن بیا په پښتنو غږ کوي چې باید بیدار واوسي هغه لیکلي: « دا د پښتنو لپاره مرګ دی چې هره ورځ له صحنې ایستل کېږي، دوی لا ویده دي کله به دوی د مرګ له خوبه را بیدارېږي…»

دا په داسې حال کې دی چې تر دې وړاندې هم رسنیو داسې مستند راپورونه خپاره کړل چې اجراییه ریاست کې پښتو مکتوب نه منل کېږي. No-Pashto

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مشاهد

دا یو پرځای او منلی واقعیت دي، چي له کومی ورځي امریکای اشغالګرو په افغانستان حمله کړی، له همغه ورځی د پښون وژنی لړی پیل شوی، که چیري زمونږ دغه تش په نوم پښتانه مشران په خپل ګریوان کي فکر ونکړیُ د پښتون قام سرنوشت د بربادی سره مخ
نن چي ګورم هر یو قام او هر ملت ته
ټینګ ولاړ دي دخپلی ژبی حفاظت ته
هر سړی ته چي ودریږم وی افغان یم
حاص مسی د احمد شاه او خوشخال خان یم
د خوشخال په پښتو ژبه نه پوهیږی
په پردۍ ژبه طوطی غوندی غږیږی

امان

سلام: باید په دی پو شوه چی. ونی ویلی که دی تبر لاستی رما نوی نو بیا زه یی نشوم وهلی. دا ټول مصیبتونه او نارواویی دی پک او نمک حرامه کرزی نه را پاتی دی. او اوس دا بل بیغیرته او دیی یهود په دسترخوان لوی سوی پک او بی مغزو غنی همه دی ګو‌‌‌‌‌‌ډاګی کرزی لاره نیولی ده. نو اوس پښتون ولس ته دا پکارده چی سیاسی مبارزه شروع کړی او نظامی مبارزیی ته تیار اوسی او دا خپل منځی اختلافات له منځه یوسی او دی طالب. حزب. بل او بل په نوم ځانونه ونه وزنی. او دی… نور لوستل »

عبدالمالک همت

پښتانه چي لکه دګور چينجيان سره خوري او چي يو سر راپورته کړي بل يې مغزی وهي او لکه د کږو تيږو دېوال هيڅ نه جوړيږي او له علم او پوهي څخه تښتي، د کتاب مطالعه يې پر سر وردرد کوي او ډېری يې نیم قرآن مني او نيم نه مني، بلکي ډېرو يې دین له مور او انا څخه زده کړی وی او تر هر څه تېريږي، خو د پيسې تر سپین مخ نه تېريږي، چی چوکۍ ورورسيږي سترګي يې په سر کي سي او چي په نس موړسي فارسي وايي ، نو خدای دې تر دغه لا بتر… نور لوستل »

محمد نعیم سادات

بعضی سیمیز قدرتونه لکه پاکستان او ایران دداسی نړیوالو قدرتونو لکه روسیه او انګریزانو په مرسته کوښښ کوی چی د پښتنو څخه د یوه سیمیز قدرت د جوړیدو مخنیوی وکړی . په همدی خاطر دوی کوښښ کوی چی پښتانه د یوه قومی سیاست په چوکاټ کی راګیر وساتی او ددی مخنیوی وکړی چی پښتانه وکولای شی چی د سیمی نور قومونه د ځان سره ملګری کړی او په سیمه کی د یوه مستقل قدرت په څير عرض د اندام وکړی او ددوی ګټی چی د انګریزانو او روسانو په چوپړ کی نغښتی دی له خطر سره برابری کړی . نو… نور لوستل »

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x