کندهار کې پولیسو د وسلو د قاچاق هڅه کړې

نن ټکی اسیا (شنبه، کب ۲۹مه، ۱۳۹۴ل): د کندهار امنیتي چارواکو د پولیسو هغه څلور کسیزه ډله نیولې چې د دوی په وينا د وسلو قاچاق يې کاوه.

د کندهار امنیتي مسوولین وايي چې دې ډلې د هلمند له ګرشک نه د کندهار تر سپين بولدکه وسله وړله.

د کندهار پولیسو مطبوعاتي دفتر وايي چې د پولیسو دغه څلور کسیزه ډله يې د کندهار ښار د پنځلسمې حوزې په روح اباد سیمه کې له وسلو سره نیولې ده.

دوی دعوه کوي چې دا خلک پولیسو کې دندې نه لري خو د پولیسو له لباسه يې ګټه اخیستې.

د سرچينې په وينا په نیول شویو وسلو کې اوه میله کلاشنکوفونه، یو راکټ، ۳۵۲۰ پیره د کلاشنکوف او پيکا مرمۍ، د راکټ یوولس مرمۍ او د پولیسو دريشۍ نیولې دي.

تر اوسه نه ده څرګنده چې دې کسانو ولې تر سپين بولدکه د وسلو د لېږد هڅه کوله؛ خو تر دې وړاندې په ننګرهار کې پاکستان ته د پرزو د قاچاق څو کانتیرونه ونیول شول.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د