نړۍ

پېښور کې يو افغان سوداګر په مرموزه توګه وژل شوی

نن ټکی اسیا (شنبه، کب ۲۹مه، ۱۳۹۴ل): د خيبرپښتونخوا مرکز پېښور ښار کې يو افغان سوداګر په مرموزه توګه وژل شوی دی.

د پېښور پوليس وايي، چې د ښار په يو هوټل کې د ګل محمد په نوم د قيمتي ډبرو افغان سوداګر مړی په داسې حال کې موندل شوی، چې زندۍ شوی و.

امنيتي چارواکو د خپلو پلټنو له مخې ويلي، چې افغان سوداګر ګل محمد  ته دوه کسان د هوټل خونې ته ورغلي او له څه وخت تېرولو وروسته چې هغوی تللي، د هوټل خونه کې د نوموړي مړی په داسې حال کې موندل شوی، چې زندۍ شوی و.

د پوليسو په وينا د دوی معلومات دا دي، چې ګل محمد همدې کسانو وژلی او په دې اړه پلټنې روانې دي.

پېښور کې افغان قونسګرۍ او د ګل محمد کورنۍ تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x