کندهار – په ډنډ کې امریکایي څرخکه رانسکوره شوه
دکندهار ولایت له ډنډ ولسوالۍ څخه عیني شاهدانو رسنیو ته ویلي چې ددې ولسوالۍ کرګان سیمه کې یوه امریکایي چورلکه رانسکوره شوې ده ، دطالبانو ویاند قاري یوسف احمدي وایي چې چورلکه دوی ویشتلې او دپنجوایي په مربوطاتو کې لویدلې ، خو دکندهار دوالي ویاند جاوید فیصل وایي چې چورلکه دتخنیکي ستونزو له امله نسکوره شوې نه ، بلکې اضطراري ناسته یي کړې ده .
تراوسه دقیقا نه ده معلومه چې رالویدلې چورلکه کوم ډول ده ، او نه هم تراوسه په دې اړه امریکایي ځواکونو څه ویلي دي ، معمولا امریکایي او افغان چارواکي دچورلکې درانسکوریدو پیښې اضطراري ناستی نوموي ، که څه هم درنه مرګ ژوبله ولري .