شعـــــرونه

ډالۍ: فيض محمد ځلاند

ډاکټر فیض محمد ځلاند

لکه تیاره داسې څېره یې د لیدلو نه وه
زه ترې راستون شومه دا لاره نور د تللو نه وه

د باران څاڅکې وریدل به په شیشه د موټر
په مخ هینداره کې ژړا زما د کتلو نه وه

نن مې په جار وویل مینه مې یې ژوند مې یې ته
د هغه خبره یاره نوره د ساتلو نه وه

زه انتظار ومه په زړه مې لاس نیولی و چې
شپه به روانه وه خو ورځ لا د راتللو نه وه

زموږ اړیکه لکه روح لکه ښکلا په ژوند کې
خپله راتله او تله اړتیا یې د پاللو نه وه

بیخې سکون دی ستا په یو نظر کتو کې یار
خو دا کیسه لکه چې ټوله د لیکلو نه وه

چې کله کله شې را یاد زړه مې راټول کړمه زه
په دې نکته چې دا ځلانده د ویلو نه وه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x