نړۍ

د ترکيې استانبول ښار کي چاودني لږترلږه ۲۵ کسانو ته مرګ-ژوبله اړولي

نن ټکی اسیا (شنبه، کب ۲۹مه، ۱۳۹۴ ل): د ترکیې استانبول ښار زوروري چاودني لړزولی، په چاودنه کي چې ګمان کیږي سرتیری برید دی لږترلږه پنځه تنه وژل سوي او ۲۰ تنه نور ټپيان دي.

چاودنه د استانبول ښار په یوه سوداګریزه سیمه کي سوي، دغه سیمه چې د استقلال کوڅې په نوم یادیږي د ګڼي ګوڼي څخه ډکه سیمه ده او خلک ورته د سودا کولو لپاره راځي.

د استانبول والي رسنیو ته وویل چې په چاودنه کي پنځه تنه وژل سوي او ۲۰ تنه نور ټپيان دي، په ټپيانو کي د دوو تنو زخمونه ډیر ژور دي او همدارنګه په ټپیانو کې درې تنه اسرائیلیان دي.

په انځورونو کي ښودل کیږي چې پولیسو او د ژغورني عمله وو د پېښي ځای کلابند کړی او د سیمه څخه یې عام خلک ایستلي دي، تر اوسه د برید پړه کومي ډلي پر غاړه نه ده اخیستي.

د تېري یکشنبې په ورځ د ترکیې په پلازمینه انقره کې سرتیري برید چې یوې ښځي ترسره کړی وو ۳۷ تنه ووژل او لسګونه نور یې ټپيان کړل، د انقرې د برید پړه د کوردستان د ازادۍ بازانو ډلي پر غاړه اخیستي وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x