شعـــــرونه

اتلسمه آنلاين فی البديهه مشاعره

ترتيب: ح. خپلواک

د تېرې جمعې د شپې ( آنلاين فی البديهه مشاعره ) چې د تکړه شاعر (عرفان الله عرفاني ) صاحب د فيس بوک پردېوال تر سره شوه په لاندې ترتيب يې کتلی شئ!
د معمول سره سم دادی مشاعره (د ښاغلي حکمت الله حکيمي صاحب ) د شعر په مطع پيلوو په همدې قافيه او رديف يې را پيل کړئ
معشوقه مو خړ سنګر او تور ټوپک دی
يو حقپاله حق جهاد زموږ مسلک دی
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
جنګ جګړه کې به لا نور همت زياتېږي
دا غازي جانان مې څومره په زړه کلک دی
کامران خپلواک

ځان يې وقف د اسلام فداکارۍ ته
منندو يه ورنه تل دا مبارک دی
سعيد انصاري

دا غويي اربکي کله روغ ترې تلی شي
عرفاني ورته راخيستی ِغټ کوتک دی
عرفاني

د خالد بن ولد پر پله روان يو
ځکه لاس کې مو نيولی تور ټوپک دی
عبدالباقي مهاجر

اشنايي درسره کړمه مجاهده
له بابا نه راته پاته دا مسلک دی
فاروق افغان

داسې نه دی چې طالب مې لېونی دی
ډېر دی شکر ښه عاقل او ښه ځېرک دی
نصير جرار

د نړۍ په تبليغيانو نه غولېږو
هر تاريخ مو د غزا له کېسو ډک دی
محمد عمر زرمتی

تور او سپين به په ميدان سره معلوم کړو
رسېدلی اوس کاروان زموږ تر اټک دی
بهار نصرت

د مينو محفلونو کې يې کورم
د اوږو څڼو نيازبين جانان مې ورک دی
فضل الحق مياخېل

د غرور په نيلي سپور په مستۍ راغی
خوار زليل شو د جهان په مخکې سپک دی
فريادي جانان

په هواکې تيارې ګرځي را ګرځي
مجاهد ورته نيولی زکويک دی
ثاقب افغان

ما د زړه کورکې ساتلی نازولی
د وطن هر مجاهد زما ورورک دی
حميد اشنا

زه د خپل زړه د ارمان کېسه شروع کړم!
د زړه يار مې په ژړا په زړه نازک دی
ميرزاخان زهير يار

دا چې څوک دی په بد نيت دلته راغلی
نن يې ګورۍ د لېوانو د خورک دی
سرتېری تبليغي

شکر شکر په پاخه ايمان سمبال يو
ماته وو يې که زندان دی که ولچک دی
الفت وفا

په دې عصر کې په هيچا باور مکړه
غدارنو مې ډک کړی زړه له شک دی
دانش ملنګ

طالب جان لکه زمری ميدان کې ګرځي
څملولی يې د غرب جهان مَلَک دی
عاصم افغان

زما زړه شو پسې ويلې لکه شمعه
خو اشنا لکه سندان په زړګي کلک دی
شعري دنيا
مونږ کې نشته تفرېقې ټول افغانان يو
که پښتون دی که جاتک دی که ازبک دی
عرفاني

چې هر څوک تخريبول د حق دين غواړي
هغه چاته مو ورکړی په مخ شړک دی
حاکيمې اشنا

داله ورايه يې چې مخ کاندي رڼا وې
دا طالب دی که سپين ستوری د فلک دی
عرفاني

ربه ته خو پرې باران وکړې د فتحو
مجاهد جانان نېولی نن سړک دی
فدايي کاکا

يوه لار يو مو رهبر يو مو بهير دی
په دې وجه هر غليم راته هک پک دی
عزيزالله حسيني

دا چې بيا يې په تحفه کې غزل راووړ
نن مېلمه د زړه په کور مې ښاپېرک د ی
عبدالقدوس فاتح

ټول کفري فوځونه ستړي شوه په شاشوه
طالب ګرځي شخ برېتونه له چابک دی
هاشم سادات
سنګار کړی يې وه ځان بېګا مې وليد
زما غازي اشنا شوقي د نارنجک دی
مخلص افغان

ستا رنجرې او ټانګان مونږ پرې پاش پاش کړو
جوړوو ماين که په زر دی او که لک دی
احمد مختار

مانه تېره همېشه مشاعره وي
پټوئ يې رانه دا مې د زړه شک دی
پښتون زلمی

تور تمونه تورې شپې په ورکېدو دي
پر افق باندې د سپينو سپېدو څرک دی
م صادق صديقي

مجاهده ته کمين کې لارې څاره
انټر نېټ کې مبارز ورته ځېرک دی
صياد افغان

د غېرت نښې يې هرچاته ښکاره دي
دا سر تېری لکه لمر ورپسې څرک دی
حامد حميدي

دا زلمي چې نن خمار ګرځي را ګرځي
حورو زلفو بيا پر مخ ور کړی شړک دی
بدر زرمتی

هرې سيمې نه چې تاو غازي طالب شي
د شعرو بهير کې سم خوشحال خټک دی
محيب الرحمن

راشه نن درته د زړه پرهر ښکاره کړم
ټوله ستا د عشق له وينو څخه ډک دی
سيف الرحمن رحماني

د دنيا له سيالۍ ووتو يارانو
دا جګړه ده دا جګړه ده دا ټوپک دی
عبدالمالک ستانکزی

اربکيه خدای به تا په لاس کې را کړي
ما نيولی لا فه لاس کې اوس چيټک دی
غزنوي

دا زلمي مو چې سره اورته ورګډېږي
ازادۍ ورته وهلی بيا سترګک دی
منصور افغان

پام د سپينې ماڼۍ زويه بيا رانشې
زما وطن له فدايي زلمونه ډک دی
ذاکر غور بندي

آه ځورېږي او کړېږي به ترکله
د بندي جانان اوس هم لاس کې ولچک دی
عبيده ثاقب

ګله مه ځغله په دې لار کې زوځان دي
ستا په جېب کې ياره زما ګوره تلتک دی
مقتدا محبت

دا چې دين او وطن پلوري په پرديو
ورنه هېر حال نجيب او کارمل ببرک دی
طلحه غزنوي

ازادۍ ته نېږدی شوئ طالب جان دی
له ناټو او ګوډاګيانو لوری ورک دی
محمد طارق عمري

چې دوسپنې په څېر مقابله کړي
دغه ځوان خو تر ګلابه هم نازک دی
عاصم صميم

اومنه په دې عسکرو به يې شل نکړې
څوک چرسي څوک پوډري دی څوک لوچک دی
عاکف مهاجر

دا چې وار ترېنه خطا دی دا غني دی
مفکر ندی…..دی په سر پک دی
چراغ نيازی

غازي اشنا دا ستا د مخ شغلې دي
که د تورو غرو په څوکو د لمر څرک دی
مهاجر فغان

مجاهده چې په فتحو مغرور نشې
فاتح ته نه يې د پاک الله کومک دی
عبدالحکيم عمر

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
کوچی

1-پام د سپينې ماڼۍ زويه بيا رانشې
زما وطن له فدايي زلمونه ډک دی
ذاکر غور بندي
2-دا چې دين او وطن پلوري په پرديو
ورنه هېر حال نجيب او کارمل ببرک دی
طلحه غزنوي
3-مجاهده چې په فتحو مغرور نشې
فاتح ته نه يې د پاک الله کومک دی
عبدالحکيم عمر

او داسی نورو هم زیات خوند راکړی \

محمد یعقوب شجاع

شهیدان هسي نه کش موکړي میدان ته د محشر شهیدان رابانــــدي راولي نــبي خــــیــر الـبـــشر شهیدان هسي نـــــه وه وایي خالق ته چي همدا خلک وه چا چي خرڅ کړي دي په ټانک اوپه رنجرشهیدان هسي نـه وکړي شکایت شهید منصور صاحب ته څوک وي ټوک ټوک دچا په اورسوی بشرشهیدان هسي نــــه وه وایي زمـــونــږ ویني یـه وپلورلي چي شي راټــــــول پـه مجاهـد ملا عمر شهیدان هسي نه وه وایي دي خلکو ستاسو حـق خوړلی چي کونډي بـــوري یتیمان کړي را خـبر شهیدان د دوۍ پــه پاکـو او سپیڅلـو ویـنـو پام بـه کوو طالـــب جـانانـه هسـي نــه شي مـــرور… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx