د نن سرلیکنه

که حکمتیار د سولې له بهیر سره یوځای شي …

نن ټکی اسیا ـ سرلیکنه: تېره ورځ یو شمیر خبري رسنیو خبرورکړ چې د ښاغلي همایون جریر په شمول د حزب اسلامي/حکمتیار دری کسیز پلاوي د سولې له شوری سره لومړني لیدنه وکړه.

خو خپله د حزب اسلامي/حکمتیار له لوري په صادرې کړل شوې اعلامیې کې بیا دا پلاوی دوه کسیز ښودل شوي چې د مشري مسؤلیت یې هم ښاغلي انجنیر محمد امین کریم ته سپارل شوي.

په هرصورت که ښاغلی همایون جریر د ولسمشر غني د سلاکار په حیث او که د حزب اسلامي د رالیږلي پلاوي د غړي په توګه په خبرو کې ګډون کوي خو د سولې له شوری سره د یاد پلاوي خبرې د هغوي د تسلیمي په معنی دي.

ځکه د یادې شوری تأسیس د دې لپاره شوی چې هر هغه څوک چې د کابل حکومت په خلاف جنګیږي ، د همدې شوری له لارې ورته قناعت ورکول کیږي او د یو لړامتیازاتو په مقابل کې هغوی د مخالفت پریښودلو او د اساسي قانون منلو ته هڅول کیږي.

د یادې شوری د تأسیس له پیله تراوسه پوري چې د هغوی فعالیت ته وکتل شي نو د سولې عالي شوری د دولت د یوه پُرمصرفه ارګان په توګه یو شمیر وسله وال د مادي امتیازاتو په مقابل کې پُخلاینې او تسلیمي ته هڅولي او د سولې بهیر برخه یې ګرځولي.

خو په دې نمایشي پخلاینې او له دولت سره د په اصطلاح ناراضي وسله والو یوځای کیدنې سره نه سوله ممکنه ده او نه هم دغه شوری د واقعي سولې د تحکیم صلاحیت لري.

که ښاغلی حکمتیارهم غواړي د ولسمشرغني او یا دسولې شوری له لارې له ګډ حکومت سره خپل مخالفت پای ته ورسوی نو دی به هم د دولت د مخالفینو په جمله کې یو شخص وي چې له یاد حکومت سره تر پخلاکیدو وروسته یې د هغه مشروعیت منلو او له هغه سره یوځای کیدوته ته زړه ښه کړی وي ، خو د نوموړی دا کار په هیڅ صورت په افغانستان کې د سولې له راوستلو سره مرسته نشي کولای؛ ځکه له یاد حکومت سره د ولس د مخالفت او مقاومت وجوهات تر دې ډیر لوړ دي چې د حامد او محمود په پخلاکیدو او یا تسلیمیدودي هغه له منځه ولاړشي او ولس دي د کیري په لاس جوړشوی منفور او فاسد حکومت په مشروعیت وپیژني.

که واقعا هم په هیواد کې د سولې تحقق په اشخاصو پوري تړلی وای نو د استاد رباني په مشرۍ ټول جمعیت اسلامي ، د استاد سیاف په مشرۍ ټول اتحاد اسلامي د پیر ګیلاني په مشرۍ ټول محاذ ملي ، د حضرت صبغت الله مجددي په مشرۍ ټوله د ملي نجات جبهه او له ښاغلي حکمتیار پرته ټول حزب اسلامي په عملي توګه د کابل حکومت ترڅنګ ولاړاو د دې نظام برخه دي ، خو مونږ وینو چې ورځ تر بلې د دغه حکومت په ضد د ولس د مخالفت او د هغه پرخلاف د مقاومت ساحه پراخیږي .

د اشغالګرو بهرنیانو له فشاراو وصایت پرته د بین الافغاني تفاهم په ترڅ کې د افغان قضیې د ښکیلو اړخونو تفاهم او صادقانه مذاکرات ریښتیاهم چې په هیواد کې د ثبات راوستلو او جګړې ختمولو لپاره اړین دي ، خو د جان کیري په لاس د جوړشوي حکومت ترسر پرستۍ لاندې هر ډول خبري او له هغه سره پخلاینې د دې حکومت د مشروعیت او هغه ته له تسلیمي پرته بله هیڅ معنی نه لري او نه د سولې په راوستلو کې موثریت لري.

که ښاغلی حکمتیاراو یا بل هرڅوک په ریښتیا غواړي له افغانستانه د جګړې ټغر ټول شي باید تر هرڅه وړاندې د جګړې د عواملو په له منځه وړلو غور وکړي، د بهرنیانو له لوري د افغانستان اشغال ته د پای ټکی کیښودل شي او د دې خپلواک هیواد استقلال او ځمکنی تمامیت په رسمیت وپیژندل شي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
7 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد محمدی

ورونو دا سوله که سوک دجنګ بندولو په معنی یی کوی یعنی خیر که کفری قوانین او دموکراسی وی خو چی جنګ بند شی نو هغه خو بیله هغی نه د ک ف ر په قوانینو راضی شو چی ددی معاملی بدل به پخپلو سترګو ووینی او همدغه یو مرام یی حاصلیږی چی دموکراسی ته غاړه ږدی او پاتی شوه جنګونه خو هیسکله نه بندیږی دا دحق او باطل معرکی تر عیسی ع راتګه به همداسی روان وی او لا به زور نیسی خپله دجالیان هم پوهیږی دومره تیاری روان دی اینده جنګونو ته چی هغه ملکونه چی دجنګ نوم… نور لوستل »

خیرخواه

غ حضرت صیب . د صحابه کرامو په اړه خو مو معلومات خورا کمزوري دی …
حضرت ابو سفیان چې یو جلیل القدر صحابی او حضرت امیر المؤمنین معاویه رضی الله عنهما تاسو له ابو جهل کافر سره په یوه ر دیف کې راوړی. که مو د هغوی په اړه عقیده هم داوي بیا سیاسي تبصرې پریږدئ او لومړی د خپلې ناسمې عقیدې غمه وخورئ …
د صحابه کرامو رضوان الله تعالی علیهم اجمعین د تاریخ په اړه مو له دې قوي معلوماتو !!! څخه مو د طالب په اړه د سیاسي برداشت پته هم ښه لګیدلای شي …

محمد محمدی

غ حضرت پدغو خبرو خو لکه شعیګان مندی وهی

khalid

غ حضرته متعی زاده سړیتوب زده کړه ګوره بی ناموسه د سبائیت او مجوسیت یی له اسلام سره څه دنن ټکی آسیا محترمو چلونکو سلام هیله ده چی روغ به وی تاسو خو وایی چی اسلامی ارزښتونو مونږ ته سری کرښی دی نو بیا مو ولی ددی سبائی او مجوسی تبصره خپره کړی نو بنا هیله کوم چی خپل دی اصل ته ژمن پاتی شی کنی بیا مو ګوره اعتبار له لاسه ورکوی او ددی بی ناموسه دا پورته تبصره ړنګه کړی په کوم کی چی ده دوه صحابه له ابوجهل سره په یوه قطار کی راوستلی او نور یی… نور لوستل »

خپلواک اولس

غلام حضرت اصلا فزیکی شتون نه لری د انګریزانو کوم ژباړن تبصره لیکلی او که فزیکی شتون هم ولری وجدان او ضمیر نه لری ، دا چه وایی میدیا د یهودانو او صلبیانو میدیا ده ، یوه نیمه رسنۍ ( لکه همدا نن تکی اسیا ) چه بیطرفه پاتی شوی ډیری کمی دی ، دی ته یی هم د غلام حضرت په شان ښکاری سپی ساتلی وی ، یا لکه د امریکایانو پولیسی ساتلی سپی پلټنی پری کوی دی رسنیو ته یی رااستوی چه د ملی او اسلامی لیکنو کیفیت ته صدمه ورسوی ، دوی د همدغه غلامی ، ناوړه… نور لوستل »

محمد محمدی

غ ګوله پدغو خبرو خو ته هم لکه شعیګان مخ پورته مندی وهی

احمد

غ حضرته بی ځای تعصب انسان دکفر درجی ته رسوی څرګند تاریخ یی درسول الله ص درسالت داعلان سره سم هغه دمکی دمشرکانو عمل کرد وو او لا دتیرو انبیاو په وختونو کی هم ډیر مثالونه لری خو ته په ډیرو مثالونو نه ارزی ځکه چی ته تعصب دومره ګمراه کړی یی چی د حق او باطل تر منځ فرق نشی کوی حضرت معاویه رض دعشره مبشره صحابه و څخه دی اوکوم لفظ چی تا ورته استعمال کړی دخپلی دی عقیدی له مخی دی له کوم مفتی نه دځان په هکله فتوا وغواړه ۰زه حیران په دی یم چی ځینو… نور لوستل »

Back to top button
7
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x