نړۍ

فرانسه: د یوې محجبې میرمن پر سر له پولیسو سره نښته وشوه

france hijab

د فرانسې په ارجنتوی ښار کې د پولیسو او نږدې ۶۰ تنو لارویانو تر منځ نښته رامینځ ته شوه.

د نښتې سبب هغه میرمن وه چې اسلامي حجاب ئې په تن کړی وه.

پیښې ته نږدې سرچینو ویلي پیښه وروسته له هغه رامینځ ته شوه چې پولیسو غوښتل د یوې پرده دارې ښځې پیژندپاڼه وګوري.

سرچینه زیاتوي، کله چې پولیسو له ښځې څخه د هغې د هویت په اړه پوښتنې ګویګنې او پلټنې پیل کړې، شاوخوا ۶۰ تنه لارویان چې ډیر ئې ځوانان وه ګرچاپیره راغونډ شول، په پولیسو ئې ګذارونه وکړل او سپکې سپورې ئې ورته ویلې.

د سرچینو په وینا، پولیسو د قهریدلو ځوانانو له ډلې څخه دوه تنه نیولي.

په فرانسه کې له تیرو ۲ کالو څخه راهیسې د حجاب په اغوستلو بندیز لګیدلی، سرغړونکو ته تر ۱۵۰ یورو پورې نغدې جریمه ټاکل شوې.

په فرانسه کې مسلمانې میرمنې سربیره پر دې چې حجاب یو اسلامي اصل ګڼي، د هغه شعار له مخې هم حجاب خپل حق بولي کوم چې په لیبرالي او او سیکولر هیوادونو کې د ښځو د ازادۍ په نامه پورته کیږي.

د بیان، مذهب، او ښځو ازادي هغه شعارونه دي چې نړیوال ځواکونه ئې په نورو هیوادونو کې د ټانګونو او توپونو په زور غواړي، خو په خپلو هیوادو کې ئې غوښتونکو ته ستونزې او مشکلات ایجادوي.

د یادونې وړ ده، کله چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په بازارونو او عامه ځایونو کې ښځې له بې سترۍ او بې حجابۍ منع ګرځول شوې وې، فرانسه یو له هغو هیوادونو څخه وه چې نوموړی کار ئې د ښځو د حقوقو غصب باله، او د طالبانو واکمني ئې د ښځو د ازادۍ دښمنه ګڼله.

د څیړنو له مخې که چیرې فرانسه په ریښتیني توګه ښځو ته ازادي ورکړي، هماغه شیبه به د دې هیواد د مسلمانو میرمنو غوڅ اکثریت اسلامي حجاب په تن کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x