ورزش

پاکستان د هند پر وړاندې په نړیوال جام کې د ماتو ریکارډ وساتلو

نن ټکی اسیا (شنبه، کب۲۹مه ۱۳۹۴ل): د هند کرکيټ لوبډلې د نړیوال جام په مهمې سیالۍ کې یو ځل بیا پاکستان ته ماتې ورکړه او په نړیوال شل اوریز جام کې یې د دغه هېواد خلاف د ټولو لوبو ګټلو ریکارډ پر خپل ځای ټينګ وساتلو.

د کلکتې په ایډن ګاډنز لوبغالي کې پاکستان او هند نن سره مخامخ شول. پچه هند وګټله او د لومړۍ توپ اچونې پریکړه یې وکړه.

د پاکستان پیل ورو و. لومړۍ ویکټ باندې اوپنرانو ۳۸ منډې جوړې کړې. وروسته شرجیل خان وسوځېد. تر شرجیل وروسته شاهد افریدی توپوهنې ته راغی خو هغه هم چندان ونه ځلید. افریدي یواځې ۸ منډې جوړې کړې.

د پاکستان له لوري شعیب ملک او عمر اکمل تيزې ۴۱ منډې جوړې کړې او د همدې تېزو منډو پر مټ پاکستان لوبډلې هند ته د یو څه ګوزاره حال هدف په ورکولو بریالي شول.

پاکستان په ټاکل شوو شل اورونو کې د ۵ ویکټو په غورځېدو ۱۱۸ منډې جوړې کړې.

د هند پیل د پاکستان په نسبت تیز و، خو لومړنۍ درې ویکټې يې په ۲۳ منډو وسوځېدې چې له کبله یې په لوبډلې فشار راغی.

خو ویرات کولي او یوراج سنګ فشار کابو کړ او د لوبې په ګټلو کې یې مهم رول ولوبولو.

ویرات کولي ۵۵ او یوراج سنګ ۲۴ منډې جوړې کړې.

د لوبې ښه لوبغاړی هم ویرات کولي وټاکل شو.

هېره دې نه وي، چې نننۍ لوبه د باران له کبله ۱۸ اورونو پورې محدوده شوې وه چې له کبله يې پاور پلی ۵ اورونو پورې او یواځې ۳ بالرانو ۴ اورونه کولای شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x