
د بنګلادیش دوه مهم توپ اچوونکو باندې بندیز ولګېد
نن ټکی اسیا (شنبه، کب۲۹مه ۱۳۹۴ل): د کرکیټ نړیوالې شورا (آی سي سي) د بنګلادیش دوه مهمو توپ اچوونکو عرفات سني او تسکین احمد باندې د توپ اچونې ناقانونه ایکشن له کبله بندیز ولګولو.
آي سي سي د یوې اعلاميې په خپرولو سره ویلي چې د عرفات سني د توپ اچونې تر دقیق کتلو وروسته ثابته شوه چې د نوموړي ډیر بالونه د ۱۵ درجو له حده زیات دي او دا د آی سي سي د توپ اچونې د ایکشن قانون له مقرراتو خلاف دي. د اعلامیې له مخې د تسکین احمد هم ډيری بالونه ناقانونه دي.
بنګلادیش کرکیټ لوبډله د سې شنبې په ورځ له استرالیا سره مهمه لوبه لري. دغې لوبډلې تر دې وړاندې له پاکستان څخه په لوی توپير ماتې خوړلې وه.
په دواړو توپ اچوونکو د بندیز وروسته بنګلادیش دوه نور توپ اچوونکي لوبډلې ته شاملوي چې د دې لپاره به هم د نړیوال شل اوریز جام د تکنیکي ادارې څخه اجازه اخلي.
د آی سي سي د قانون له مخې عرفات او تسکین احمد تر دې وروسته د نړیوالو سیالیو سربېره د آي سي سي لخوا په ملکي کچه لوبو کې هم نشي لوبېدلای خو د بنګلادیش کرکیټ بورډ لخوا پر لاره اچول شوو سیالیو کې د لوبو حق لري.
سلامونه اونیکی هیلی می ومنی زه دنوی کال مبارکی خپلو ملگرو ته وایم