د جیش الحر يو قومندان د امريکا له لوري له دوی سره دوسلې دنه کومک لامل په ګوته کوي.
د چهار شنبې په ورځ دسوريې دحکومت مخالفې وسلوالې ډلې الجیش الحر يوه قومندان عبد الباسط په خپله هغه مرکه کې چې له الجزيرې تلويزون سره يې کړې د امريکا دمتحده ايالاتو له لوري دوی ته د وسلې دنه ليږد سبب په ګوته کړی او ويلي يې دي:
((متحده ايالات ځکه دوی ته مناسبه وسله او جنګي تجهيزات نه ورکوي چې په سوريه کې جګړه اوږده شي او سوريايې ولس وځپل شي او پدې توګه صهيوني يهودي رژيم خوندي پاتې شي))