دیني، سیرت او تاریخ

مرګ در یاد کړه

محمد قدوسي

دخپل مرګ په هکله تشویش مکوه….
دخپل بې روحه جسد په هکله مه خپه کېږه …
مسلمانان چي څه کولای شي هغه به وکړي
جامې به درڅخه وباسي
وبه دي لمبوي
کفن به درواغوندي
له خپله کوره به دي نوي کور (قبر) ته یوسي
کېدای شي ډېر کسان دجنازې ته هم راشي، کېدای شي هغوی پدې ورځ ستا دخښولو لپاره خپل کارونه هم پرېږدي .
خپلوان به دي ستا له سامانونو ژر ځانونه فارغ کړي.
(ستا چابياني، صندوقونه، کتابونه، بکسونه، موچڼي، چامې)
که نېکان وي شيان به دي خیرات کړي ترڅو يې تاته ګټه ورسېږي.
پدې هم سر خلاص کړه چي نړۍ او انسانان به کله هم درباندي خپه نشي.
ددنيا نظام به همدغسي سمسور پاته شي
ستا ځای او وظیفه به بل څوک اشغال کړي
شتمني به دي وارثانو ته حلاله پاته شي
پداسي حال کي چي د ذرې ذرې حساب به يې ته ورکوې .

ستا وېر به په دې ډول وي.
څوک چي دي شناخته وي وايي به مسکين وفات شو.
ملګري او دوستان به دي يو څه وخت خپه وي خو ژر به بېرته خپلو ګپ شپونو او ټوکو ټکالو ته وګرزي او تا به هېر کړي.
څوک چي درسره وران وي وايي به ښه وشو چي ځېني خلاص شوو.
زيات وېرجن به درباندي ستا دکور افراد وي چي یوه یا دوه هفتې یا یو دوه میاشتي نهایت تر یوه کاله پوري غمجن پاته شي.
او بيا به دي دخاطرو آرشيف ته وسپاري.
او په همدې شکل به د ژونديو په منځ کي ستا کيسه پایته ورسېږي.
خو ستا به له اخروي ژوند سره یو نوی داستان پیل شوی وي.
ستا دبدبه، ستا زور او ځواک، ستا شتمني، ستا روغتیا او ستا اولادونه به هرڅه درڅخه پاته شوي وي.
دژوند له نعمتونو، له قصرونو، له مېرمني او اولادونو څخه به بېل شوی يې او نوی حقيقي او همېشنی ژوند به دي پیل شوی وي.
او که په ژوند کي ديوه ټولنېز حیثیت څښتن وې
که مشر یا رهبر وې
که آمر یا قومندان وې
که دټوپک او توري زور او تهديد دي کارولی وي
که ملک یا مخکښ او یا دسېمي او یا کلي مشر وې
که په مهم دولتي پوسټ کي دي دنده سرته رسولي وي
بیا ستا مړېنه ستا لپاره نور هم دزياتو پوښتنو ځوابول غواړي
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
خو تر ټولو لومړۍ او اساسي پوښتنه داده چي
آيا تا دهمدې ورځي لپاره څه تياری نېولي ده ؟
آیا تا دهمدې ځورونکي ورځي په هکله څه سوچ کړی دی؟
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دا هغه دوه پوښتني دي چي همدا اوس یې ځواب ولټوې
له مړېني وروسته ژوند هغه ترېخ حقيقت دی چي په هکله يې باید يو مسلمان تل اندېښمن واوسي.
راشه وېښ شه
سر له نن څخه خپلي غاړي خلاصي کړه.
حفدار ته خپل حقوق ورسوه.
له ناروا کړنو، تجاوز، ظلم، انسان ځوروني او ……. څخه لاس واخله
فرائض، واجبات او نوافل په مخلصانه ډول پیل کړه
توبه وباسه او له فردي او اجتماعي ګناهونو څخه لاس په سر شه.
خیر او خيرات کوه او په خدای درکړي شتمني کي دخوار مسکين، یتيم، کونډي، بېوسه ګاونډي او بېوزلو مسلمانانو اړتياوي ورپوره کړه.
آيا ته پوهېږي چي مړي به دقيامت په ورځ يواځي د صدقې ورکولو آرمان کوي قرآنکريم فرمايي:
وأنفقوا من ما رزقناكم من قبل أن يأتي أحدكم الموت فيقول رب لولا أخرتني إلى أجل قريب فأصدق وأكن من الصالحين.
او مونږ چي تاسي ته کومه شتمني درکړي ده له هغې څخه دالله تعالی په لار کي لګښت وکړئ مخکي لدې چي په تاسو کي يوه ته مرګی راشي او بيا وايي اې زما ربه تا به ماته يوڅه وخت نور هم راکړی وای چي دنېکانو او صالحينو غوندي مي صدقې او خيراتونه کړي وای.
مړی به دلمانځه، روژې، حج او عمرې آرمانونه نکوي ځکه چي هغه ته به دخير او خيرات دسترو اجرونو پته لګېدلي وي، او دپټ لاس صدقه دالله تعالی دغضب اور وژني، که ستا او یا ستا د زړتېرو په مقدر کي کوم دنیوي مصېبت او ځور ليکلی وي صدقه او خیرات هغه مصېبت درڅخه چپوي.
ژوند يو ښه فرصت دی لدې فرصت څخه همدا اوس ګټه واخله.
رحمان بابا (رح) وايي
دوباره دي راتله نشته په دنیا
نن دي وار دی که دروغ کړې که رښتیا
________________
ددې ډول ليکنو شېر کول هم دصدقې اجر لري که ستا په ذريعه کوم غافل مسلمان متوجه شي تر دې لویه صدقې به بله نه وي.
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي:
فَوَ اللَّهِ لَأَنْ يُهْدَى بِكَ رَجُلٌ وَاحِدٌ خَيْرٌ لَكَ مِنْ حُمْرِ النَّعَمِ.
په الله تعالی قسم کوم که ستا په ذريعه یو انسان سمه لاره ونيسي دا کار ستا لپاره دسرو اوښانو تر خيرات زیات غوره او زیات اجرونه او ثوابونه لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x