ورزش

هاشم املا: افغانستان ته د کمزوري حریف په سترګه نه ګورو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وري ۱، ۱۳۹۵ل): افغانستان نن په نړیوال جام کې د جنوبي افریقا خلاف دوهمه مهمه سیالي د نړۍ له یوه قوي لوبډلې جنوبي افریقا سره کوي.

د دغې لوبډلې وتلي مسلمان لوبغاړی هاشم املا د سري لنکا سره د افغانستان لوبې ته په اشارې ویلي چې افغانستان ته د یوه کمزوري حریف په توګه نه ګوري.

هاشم املا زیاته کړې چې دوی هېڅ یوې لوبډلې ته د کمزورې لوبډلې په سترګه نه ګوري. نوموړي زیاته کړه چې دوی سبا لوبې ګټلو لپاره پوره کوښښ کوي ځکه د شل اورونو لوبو کې هرڅه پېښیدلای شي.

املا زیاته کړه چې «افغانستان یو ښه لوبډله ده، خوندوره پاروونکي لوبه کوي، موږ ورته د یوه کمزوري حریف په سترګه نه ګورو».

افغانستان سبا د هند په ممبۍ ښار کې له جنوبي افریقا سره لوبه لري. تر دې وړاندې دواړو لوبډلو خپلې سیالۍ مقابلو لوبډلو ته بایللي دي.

جنوبي افریقا خپله سیالي انګلستان ته او افغانستان بیا سري لنکا ته وبایلله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x