نظــر

د صلحي په مذاکراتو کي د حزب اسلامي ګډون او د طالبانو پرېکون

صميم کټوازی –

تر څلور اړخيزو ناستو وروسته دحزب اسلامي او دولت خبري رسماً پيل شوې خو طالبانو د يوې اعلاميې په خپرولو سره  په څلور اړخيزو غونډو کي د خپل استازو ګډون رد کړ او وويل چي تر څو ئې هغه شرائط چي د پګواش په غونډه کي ئې وړاندي کړي ول، نه وي پوره شوي، په مذاکراتو کي به ګډون و نه کړي.

طالبانو د پګواش په غونډه کي د مذاکراتو لپاره ځيني شرائط وړاندي کړل چي ډېری برخه ئې په خارجيانو پوري مربوط دي، د ساري په توګه د بنديانو را خلاصول، له تور لست د طالب چارواکو نومونه ايستل، د هغوی پر تګ راتګ بنديز ليري کول، په قطر کي ئې د سياسي دفتر رسميت منل او د طالبانو په خلاف د کرکجنو پروپاګنډو درول ئې اساسي شرطونه ول، يقيناً چي د طالبانو شرائط معقول او مدلل دي، د يوې واقعي صلحي د تأمين او تضمين لپاره اړين بلل کېږي، هغه څوک به ئې مخالفت کوي چي په هيواد کي صلح او آرامي نه غواړي، خو  د طالبانو په ګډون هر افغان پوهېږي چي په هيواد کي د صلحي په وړاندي لومړی خارجيان او بيا ځيني هغه کړۍ خنډ دي چي د جګړو په برکت ئې واک او ځواک موندلی، دوی نه غواړي چي په هيواد کي دي صلح را شي، بيا څرنګه شونې ده چي د طالبانو شرائطو ته به مثبت ځواب وايي، هرو مرو به ئې ردوي او د صلحي لپاره کېدونکي هڅي به شنډوي.

که خارجيان يوې خوا ته پرېږدو، د دولت مؤثري او معتبري مهرې نه غواړي چي په هيواد کي دي رښتينې سوله راشي، دوی د ملت د تېر ايستلو لپاره له يوې خوا د مذاکراتو لمن غوړولې، له بلي خوا د صلحي لپاره ټولي رښتينې هڅي شنډوي، په دې توګه غواړي چي طالبان او حزب اسلامي ولس ته د صلحي د دښمنانو په توګه ور و پېژني، د ملت د قهر څپې د دوی خوا ته و ګرځوي او په خپله په واک کي پاته شي.

په داسي حال کي بايد طالبان او حزب اسلامي له سياسي عقلانيت نه کار واخلي،ملت ته وښيي چي په هيواد کي د جګړو اصلي عاملين څوک دي، مذاکراتو ته دي تيار شي، خپل استازي دي ور ولېږي، که په مذاکراتو کي نوري لاسته راوړني و نه لري، دومره به حتماً و کړی شي چي خپل ملت ته روښانه کړي چي:

١.  دوی صلحي ته ژمنتيا لري٬ د صلحي يو فرصت هم نه ضائع کوي٬ يوازي امريکايان او په دوی پوري تړلې ډلي دي چي په هيواد کي له جګړي ترزيق کېږي، په دې توګه به د ملت هغه لويه برخه هم د ځان ملګرې کړي چي شيطاني پروپاګنډو ئې اذهان د  دوی (مجاهدينو) په اړه خراب کړي دي.

زما په باور په مذاکراتو کي د طالبانو ګډون، قطع نظر له دې چي شرائط ئې منل شوي او که نه، تر پرېکون ګتور دئ، دوی به په دې توګه ځان ملت او نور ټولو سيمه اييزو او نړيوالو سوله غوښتونکو جهتونو ته نږدې کړي، د هغوی باور به ترلاسه کړي، که چېري ئې غوښتني و نه منل شي، د مبارزې مشروعيت به ئې نور هم غښتلی شي، خپل جهاد او مبارزې ته دي دوام ورکړي، او که و منل شي، هغو موخو ته چي له نظامي لاري لسيزي نيسي، له سياسي لاري به په مياشتو کي ورسېږي.

په دې هيله چي د حزب اسلامي په څېر طالبان هم د همدې موخو لپاره بين الافغاني مذاکراتو ته خپل چمتو والی وښيي٬ او افغان حکومت ئې هم ننګه وکړي٬ غوښتني ئې ومني!!!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندی

كتوازي صيب شه ليكنه أو پیشنهاد مو کری ده، زما نظر داده چی په چارپایه مذاکراتو کی د طالبانو پريکون د دوی استقلاليت ثابت کر، حکمتیار صيب ولی د طالبانو له چوپتيا سره چوپ وو، ولی ئی آمادگی نه شوده? د طالبانو له پريکون وروسته حکمتیار صيب غواري د خپلي آمادگی په اعلان سره د کابل او اسلام آباد د غلامانو بايللي حیثیت یو اندازه جبيره کري. زه ستاسو د ليکني قدر کوم خو ای کاش چی حزب اسلامی هغه حزب وای تاسو یی تمه ساتي، حزبيان خدای بشلي دي، معنی دا چی مره دي، رحمهم الله، له مرو سخه… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x