نظــر

پوځي ګوزاراو دیپلوماتیکه بریا!

kabulدافغانستان اسلامي امارت  که  په  پوځي  ډګرکې دمقتدررب جل جلاله  په  نصرت اودملت په مرسته امریکا اوناټوزنګون کیش اوراپریستله  اوخبره له افغانستان څخه دیرغلګروقواووتیښتې  اوپښوسپکولوتربریده ورسیده ، په سیاسي ډګرکې هم لله الحمدداسلامي امارت  تحرک اومقام  دپام وړ اوورځ تربلې  دحلول اوسرعت په حال کې ده .

که  یواځې دتیرې یوې اونی پوځي پیښو اوجهادي ګوزارونه ته وګوروداحقیقت په ګوته کوي چې داسلامي امارت پوځي اوجهادي  تکتیکونه  اوکارنده ګوزارونه  هغه هم  داشغالګرواوګوډاګیانوپه حساسوځایونوڅومره  هیبتناکه  اودښمن لړزونکي دي

په  هلمندولایت  دلسګونوګرجستانیوپوځیانومرګ ژوبله ، دکابل په بین المللي هوايي ډګربریالی اودښمن ځپونکي  بریداوددې  ترڅنګ  دکابل رژیم دمفسدواوداړماروقضاتوهدف ګرځول  اودپکتیکاولایت دخیرکوټ په ولسوالی کې  داردودیوه متعهدسرتیري له لوري  دګڼو امریکايي  فوځیانووژنه  هغه  مهمې پیښې  وي  چې  له شک پرته یې  نړیوال اوداخلي  غلیمان  سخت  وټکول اوداحقیقت ورته یوځل بیاروښانه شو چې  ددوی د هرډول  امنیتي  تدابیرو اوپوځي لاپوشاپوباوجودڅنګه  داسلام اوهیواداتلوسپاهیانووکولای شول چې  ټول  شیطاني  اودجالي  حصارونه  مات  اوځان خپل هدف  اوپلان شوي نقطې ته  ورسوي .

مات اورسوادښمن  که  څه هم  دخپلې تبلیغاتي  نغاري په وسیله زیاروویست  چې دګوزارونوترشادکوم ګاونډي هیوادلاس دخیل وشمیري ، خودلمرتلویزون په یوه  تاوده بحث اوګردي میزکې رابلل شووسیاسي کارپوهانو په  صراحت  په دغوپیښوکې  دکوم هیوادلاس لرل ردکړل اووي ویل چې امنیتي چارواکي ددې پرځای چې ګاونډیان ملوث کړي په  ښکاره دې اعتراف وکړي چې دوی دطالبانوپه وړاندې کمزوري اوعاجزدي ، دکارپوهانوپه خبره دایولوی امتیازدی چې دهرې پیښې شاته یې  رژیم دګاونډیانولاس  دخیل بولي اوپه لوی لاس هغوی ته  غرورورکوي ..

 مونږ په دې  خبره  باورلروچې  دکابل رژیم  دامنیتي کړیواوقواووله  هرډول تجهیز اوچمتوالي سره سره  چې  داسلامي  امارت  اتلان  په  دې  توانیږي د رژیم  اودهغودبادارانو حساسواومهمو مراکزوته ځان ورسوي  اودڅوساعتونولپاره درژیم  اوبهرنیانوټول جنګي  ماشین مصروف  اوهک  پک  وګرځوي  فکرکووچې  دادلوی اوتواناالله  جل جلاله  له  ښکاره نصرت  اودخالدبن ولیدسرشارې توري  له برکت  ماسیوا  بل هیڅ عامل  اوقوت  ترشاشتون نلري .

همدغه اثرووچې  دګرجستان  هیوادپه  هلمندولایت  کې څوپوځي  اډي خالي کړي اوعسکریې دنوموي ولایت په یوې اډي کې سره راټول  شوي ، ددغه هیوادددفاع وزیراندیښنه څرګنده کړي چې  کیدای شي دنوروبریدونوهدف  هم  وګرځي .

داسلامي  امارت  دپورته  پوځي  بریاووترڅنګ  یولړ سیاسي  پرمختیاوي  هم دهیرولو ندي ، له  هغه  ورسته  چې  اسلامي  امارت  دنیک نیتی  اودسیاسي  تفاهم دغزولو په هیله  دترکیی هیوادڅوتنه  هغه نیول  شوي  اتباع  چې تیره میاشت دلوګرولایت ازرې ولسوالی کې د چورلکې په شمول دیوشمیرهیوادونونیږدې یودرځن اتباع نیول  شوي ووازاداوترکي لوري ته وسپارل ،  وړمه  ورځ  ددغواسیرانوله  جملې څخه   دقرغزستان هیوادیوتن  وګړی هم  دښه نیت  په  موخه  خوشي  اوقرغزي  لوری ته وسپارل  شو.

دکتونکوپه  اندداسلامي  امارت  له لوري  دترکيي اوقرغزي اتباعوپه مسالمت امیزډول خوشي کول  اوهغوی ته سپارل جوتوي چې  په سیاسي  اودیپلوماتیک  میدان کې  هم اسلامي  امارت  اوس دیوه مطرح  اوځواکمن جهت  په  توګه  تبارزکړی اوپه دې وسیله هڅه کوي چې  دسیمې  اوګاونډله هیوادونوسره  اړیکي  قایمي  اودتفاهم لارپرانیزي ، چې  له شک پرته اسلامي امارت لپاره دایوه مهمه  لاسته  راوړنه  اودامریکااوکابل رژیم لپاره  په  پوځي  اوسیاسي دواړو میدانونوکې  څرګندګوزاراوبرالا شکست بلل کیدای شي  .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x