نړۍ

يوه امريکايې محصل مسلمان موټروان په چاړه وواهه

bts.ny.cab.driver.stabbing.wabc.640x360د نيويارک په ښار کې يوه امريکايې محصل پدې اعتراف وکړ چې د مسلمان موټروان دوژلو هڅه يې کړې. نوموړي منلې چې په منهاتن کې يو کرايې موټر درولی او ترې پوښتلي يې دي چې څوک يې څنګه چې دهغه له خولې دمسلمان کلمه راوتلې سمدستي يې دهغه پرمخ او لاسونو د چاړې ګذارونه پيل کړي.

احمد شريف نومي مسلمان موټروان چې لدې پيښه روغ وتلی په نيويارک کې يو مطبوعاتي کنفرانس ته ويلي: پدې پوره باوري يم چې يوازې داسلام په سر لدې بريد سره مخ شوی يم.

د رويټرز اژانس له خبر سره سم دبريد له امله د شريف په مخ، غاړه او مټو کې دټپونو تلپاتې اثر پاتې شوی.

خو ددې ځوان مدافع وکيل بيا وايې چې نوموړی ځوان له هغه وخت راهيسې له عصبي مشکل سره مخ دی چې کله يې په افغانستان کې ټپونه خوړلي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x