شهید او شهادت ( شپږ اویایمه برخه )

م محمد نعیم

خندا د شهیدانو بل کرامت:

ځینې شهیدان له شهادت وروسته خاندي، چې دا د شهیدانو یو بل کرامت دی، دا چې ددې لامل به څه وي؟ د قرآن کریم د اعجاز یو څېړونکی عطیه مرجان ابوذر په دې اړه خپل نظر داسې څرګندوي:

۱ – شهید ځکه خاندي چې له وژل کېدو سره سره ژوندی دی، الله تعالی فرمايي: ( و لا تحسبن ال‍ذین قتلوا في سبیل الله امواتا بل احیاء )
په دې معنی چې خندل د ژوندی له نښو څخه دي، څوک چې ژوندی نه وي، نشي خندلی، له همدې کبله نور مړي نه خاندي.

۲ – شهید ځکه خاندي چې د خپل پالونکي لور ته تلی، دبدبختیو له کور څخه د خپل پالونکي په وړاندې د ډاډ او آرامۍ کور ته ځي. ( عِنْدَ رَبِّهِمْ يُرْزَقُون ).

۳ – شهید ځکه خاندي چې هغه لوی فضل تر لاسه کوي چې له ډېر وخت راهیسې سترګې ورته په لار و (  فَرِحِينَ بِمَا آَتَاهُمُ اللَّهُ مِنْ فَضْلِهِ  (

۴ – شهید ځکه خاندي چې دالله  جلاله په زیري خوشحالېږي: ( يَسْتَبْشِرُونَ بِنِعْمَةٍ مِنَ اللَّهِ وَفَضْلٍ  (

۵ –  شهید پوهېږي چې د قبر له عذاب او د اور له ورښکاره کیدو ډاډه دی، نو ځکه خاندي ( أَلَّا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ )

۶ – شهید په جنت کې خپل ځای ویني، او د الله تعالی په ژمن یې ټینګ باور وي، نو ځکه خاندي: ( وَأَنَّ اللَّهَ لَا يُضِيعُ أَجْرَ الْمُؤْمِنِينَ (.

۷ –  شهید پوهېږي چې ګناوې یې بښل شوې دي؛ ځکه خاندي، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: ( للشهيد سبع خصال من الله: أول قطرة من دمه مغفور له كل ذنب ).

۸ – شهید ځکه خاندي چې سر یې د خپلو جنتي حورو په غېږ کې وي، د پورتني حدیث په یوه برخه کې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: ( والثانية يقع رأسه في حجر زوجتيه من الحور العين وتمسحان الغبار عن وجهه ) .

۹ – شهید ځکه خاندي چې د جنت جامې ور اغوستل کېږي، د جنت خوږ بوی احساسوي، په جنت کې خپل ځای ویني، هر ځای یې چې په جنت کې خوښه شي چکر وهي، او له الله جل جلاله سره یې ملاقات کېږي، د همدې ټولو لاملونو له کبله شهید خاندي.

علماء غوره دي که شهداء؟

ځینې کسان وايي د علماوو د قلم رنګ د شهیدانو له وینو غوره دی، په دې اړه د احادیثو په مشهورو کتابونو خصوصا صحاح ستة کې کوم صریح څه نشته، یوازې په سنن ابن ماجه کې یو روایت داسې راغلی: (  عَنْ عُثْمَانَ بْنِ عَفَّانَ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- ( يَشْفَعُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ ثَلاَثَةٌ الأَنْبِيَاءُ ثُمَّ الْعُلَمَاءُ ثُمَّ الشُّهَدَاءُ )[۱]

ژباړه: له عثمان بن عفان رضی الله عنه څخه روایت دی، وايي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: د قیامت په ورځ درې کسان شفاعت کوي: انبیاء علی نبینا و علیهم الصلاة والسلام، وروسته بیا علماء، وروسته بیا شهیدان.

د همدې حدیث په شرح کې سندي رحمه الله وايي: ( فِيهِ دَلَالَة عَلَى فَضْل الْعُلَمَاء عَلَى الشُّهَدَاء لَكِنَّ الْحَدِيث ضَعِيف فَفِي الزَّوَائِد فِي إِسْنَاده عَلَّاق اِبْن مُسْلِم ).[۲]

ژباړه: په دې کې په شهیدانو د علماوو د غوره والي  دلیل دی، خو حدیث کمزوری دی، په مجمع زوائد کې راځي چې په سند کې یې علاق ابن مسلم دی. یعني د علاق ابن مسلم له وجې دا حدیث ضعیف دی.

کله چې ما مجمع الزوائد وکوت هلته داسې راغلي: (عن عثمان – يعني ابن عفان – عن النبي صلى الله عليه وسلم قال: ” أول من يشفع يوم القيامة الأنبياء ثم الشهداء ثم المؤذنون”. ..رواه البزار وفيه عنبسة بن عبد الرحمن الأموي وهو مجمع على ضعفه.) [۳]

ژباړه: له عثمان یعنی ابن عفان رضی الله عنه څخه او هغه له نبي کریم صلی الله علیه وسلم څخه روایت کړی چې ویې ویل: لومړی څوک چې د قیامت په ورځ شفاعت کوي، انبیاء وروسته بیا شهیدان او وروسته بیا موذنین دي. … دا روایت بزار  کړی، په هغه کې عنبسة بن عبد الرحمن الاموي دی، او د هغه په ضعف اتفاق دی.

او د بزار په مسند کې همدا روایت داسې راغلي: (عَنْ عُثْمَانَ ، عَنِ النَّبِيِّ صلى الله عليه وسلم قَالَ: أَوَّلُ مَنْ يَشْفَعُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ الأَنْبِيَاءُ، ثُمَّ الشُّهَدَاءُ، ثُمَّ الْمُؤَذِّنُونَ. قَالَ أَبُو بَكْرٍ : وَعَنْبَسَةُ هَذَا لَيِّنُ الْحَدِيثِ  ) [۴]  ابوبکر ( بزار ) وایي: دا عنسبه نرم او ښویی روایتی دی.

د ابن ماجه رحمه الله په روایت کې موذنین نه دي یاد شوي، له انبیاء علیهم السلام نه وروسته علماء او وروسته بیا شهیدان یاد شوي، خو د مجمع الزوائد او بزار په روایت کې علماء نه دي یاد شوي، له انبیاء علیهم السلام نه وروسته شهیدان او له هغو وروسته موذنین یاد شوي. او په درې واړو کې روایت د عثمان بن عفان رضی الله عنه دی. سندي رحمه الله چې کله وايي له علماوو نه وروسته د شهیدانو یادول په شهیدانو د علماوو غوره والی په ګوته کوي، وروسته خپله وايي چې حدیث کمزوری دی.

بل دا چې تقدیم او تاخیر هر وخت د تفضیل لپاره نه وي، که څه هم دلته عطف په ( ثم ) دی، خو مخکې د شفاعت په بحث کې مو ولیدل چې د امام احمد بن حنبل رحمه الله په روایت کې لومړی صدیقین یاد شوي، بیا انبیا‌ء او بیا شهیدان، علماء نه دي یاد شوي، ددې معنی دا نه ده چې صدیقین له انبیاء علیهم السلام نه غوره دي، همدا رنګه په قرآن کریم کې په سورت نساء کې راځي چې چا د الله او رسول اطاعت وکړ نو (..فَأُولَئِكَ مَعَ الَّذِينَ أَنْعَمَ اللَّهُ عَلَيْهِمْ مِنَ النَّبِيِّينَ وَالصِّدِّيقِينَ وَالشُّهَدَاءِ وَالصَّالِحِينَ وَحَسُنَ أُولَئِكَ رَفِيقًا (۶۹)  دا دي دلته لومړی انبیاء علیهم السلام یاد شوي، وروسته بیا صدیقین، علماء ټکی بالکل نه دی یاد شوی.
مطلب دا چې لومړی روایت کمزوری او ضعیف دی، او بیا استدلال له هغه پسې کمزوری او ضعیف دی. نو یوازې په کمزوري روایت داسې کمزوری استدلال پیاوړې دعوه نشي ثابتولی.

په شهیدانو د علماوو د غوره والي په اړه یو بل روایت هم شته، چې متن یې روڼ خو سند یې تت دی، خطیب البغدادي په تاریخ بغداد کې داسې روایت راوړی: ( عن بن عمر عن النبي صلى الله عليه و سلم قال: ( وزن حبر العلماء بدم الشهداء فرجح عليهم ) [۵]

ابن عبد البر المالكي بيا داسې روایت راوړی: ( عن أبي الدرداء قال : قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : ( يوزن يوم القيامة مداد  العلماء ودم الشهداء ) [۶] په دې اړه امام ذهبي په خپل کتاب ( میزان الاعتدال ) کې د محمد بن الحسن العسکري په اړه چې د سند یو راوي دی، وايي: (حدث عن العباس البحراني بخبر موضوع، متنه: يوزن حبر العلماء.قال الخطيب: نراه من وضعه.  ) [۷]

ژباړه: له عباس البحراني نه یې داسې حدیث روایت کړی چې متن یې موضوع دی، او هغه دا دی چې: یوزن حبر العلماء، خطیب بغدادي وايي: مونږ یې دده خپله جوړ کړی ګڼو.

خپله ما ( لیکوال ) چې کله  تاریخ بغداد ته وکوت، هلته خطیب بغدادي همدا روایت داسې راوړي: (  عن نافع عن بن عمر عن النبي صلى الله عليه و سلم قال وزن حبر العلماء بدم الشهداء فرجح عليهم )[۸].

ژباړه: له نافع هغه له ابن عمر او هغه له نبي کریم صلی الله علیه وسلم څخه روایت کړی چې فرمایلي يې دي: د علماوو رنګ د شهیدانو له وینو سره وتلل شو، او پرې دروند شو.

ورپسې د رسول الله صلی الله علیه وسلم او حضرت ام المومنین عایشې رضی الله عنها د کوزدې په اړه یو روایت راوړي، او په پای کې وايي: ( رجال هذين الحديثين كلهم ثقات غير محمد بن الحسن ونرى الحديثين مما صنعت يداه) [۹]

ژباړه: ددې دواړو حدیثونو ټول سړي ثقه دي، پرته له محمد بن الحسن څخه، او دا دواړه حدیثونه له هغو څخه ګڼو چې ده جوړ کړي.

له ابن باز رحمه الله نه پوښتنه شوې چې یو روایت وايي: د قیامت په ورځ به د علماء د قلم رنګ او د شهیدانو وینې سره وتلل شي، یو به هم په بل دروند نه شي، آیا دا حدیث دی، دی وروسته له هغه چې وايي په دې کې د علماوو اختلاف دی چې د شهیدانو وینې غوره دي که دعلماوو د قلم رنګ، – حال دا چې دواړه غوره دي –  وايي او هر چې دحدیث خبره ده، دا حدیث نه دی. [۱۰]

هر څنګه چي وي، په دې کې هېڅ شک نشته، کومې ځانګړنې او فضیلتونه چې په صریحو آیتونو او صحیحو احادیثو کې د شهیدانو لپاره راغلې دي، هغه د علماوو لپاره نه دي راغلې، امام مناوي رحمه الله په فیض القدیر کې وايي: ( انصاف دا دی چې د شهید لپاره چې کومې ځانګړنې راغلې، د عذاب په دفع کولو او د کمیانو په بښلو کې چې صحیح روایات راغلي، د عالم په اړه نه دي راغلې ) [۱۱]

ملا علي قاري رحمه الله وروسته له هغه چې په تفصیل سره موضوع څېړي، او هغه روایات راوړي چې وايي علماء له شهیدانو غوره دي، وايي: ( وفيه مبالغة لا تخفى على الفضلاء ) [۱۲] ژباړه: او په دې کې لویه مبالغه ده چې له هوښیارانو پټنه نه ده.

نور بیا…

م. محمد نعیم

[۱] – سنن ابن ماجه, باب ذكر الشفاعة.
[۲] – حاشیة السندي علی سنن ابن ماجه، باب ذکر الشفاعة.
[۳] – مجمع الزوائد و منبع الفوائد، للحافظ الهیثمي، ج ۱۱ ، ص: ۳۲۴.
[۴] – مسند بالبزار، ج ۱، ص: ۲۵۶.
[۵] – تاريخ بغداد, أحمد بن علي أبو بكر الخطيب البغدادي، ج ۲، ص ۱۹۳. دار الكتب العلمية – بيروت. عدد الأجزاء : ۱۴
[۶]  جامع بيان العلم وفضله لابن عبد البر. ج ۱, ص ۱۳۸٫
[۷] – ميزان الاعتدال في نقد الرجال تأليف أبي عبدالله محمد بن أحمد بن عثمان الذهبي، المتوفي سنة ۷۴۸ هجرية تحقيق علي محمد البجاوي المجلد الاول دار المعرفة للطباعة والنشر بيروت – لبنان، ج۳، ۵۱۷.
[۸] – تاریخ بغداد، ج ۲، ص: ۱۹۳.
[۹] -تاریخ بغداد، ج ۲، ص: ۱۹۴.
[۱۰] – http://www.binbaz.org.sa/node/18289
[۱۱] – فیض القدیر شرح الجامع الصغیر، ج ۶، ص: ۶۰۳.
[۱۲] – مرقاة المفاتیح شرح مشکاة المصابیح، باب الحوض والشفاعة.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د