دیني، سیرت او تاریخ

شهید او شهادت ( اوه اویایمه برخه )

م. محمد نعیم

اوس به په لنډ ډول ځینې هغه ځانګړنې را واخلو چې یوازې د شهید لپاره دي:

شهید ته غسل نه ور کول کېږي، عالم ته ور کول کېږي که هر څو لوی او متقی عالم وي.

له شهید نه جامې نه ایستل کېږي، په خپلو جامو کې ښخېږي، عالم که هر څو لوی او متقي وي، جامې ترې ایستل کېږي او کفن ورته کېږي.

د قرآن کریم په صریح نص شهیدانو ته له مړو ویلو څخه منع شوې، خو د علماوو په حق کې دا حکم نه نشته.

د علماوو په اړه داسې کوم صحیح حدیث نشته چې په عرش پورې ځوړند د سرو زرو څراغونو کې اوسي، او یا له حساب او کتاب نه مخکې جنت ته ځي، هلته چې هر چېرې وغواړي چکرې وهي.

د شهید د ځان کندن په اړه په ثابت حدیث کې راځي چې دومره ورته آسانه وي لکه د مږي چیچل، یا په یخو اوبو کې شهد، او یا په ګرمۍ کې یخې او خوږې اوبه، خو دعالم په اړه داسې څه نه دي راغلي.

شهید ته د دوه اویا حورو د نکاح کېدو خبره په احادیثو کې ثابته ده، خو د عالم په اړه داسې څه نه دي راغلي.

د قرآن کریم په نص ثابته ده چې شهیدانو ته د الله په وړاندې روزي ور کول کېږي، خو د علماوو په اړه په قرآن کریم یا احادیثو کې داسې څه نه دي راغلي.

نبي کریم صلی الله علیه وسلم امام الانبیاء او په ټول بشریت کې تر ټولو ستر او لوی عالم و، خو بیا د الله جل جلاله په ذات له قسم کولو سره د شهادت هیله کوي، بلکې د الله جل جلاله په لاره کې بار بار  د وژل کېدو تمنی کوي.

د یادونې ده چې په ځینو شرعي نصوصو کې علماء داسې یاد شوي چې شهیدان نه دي یاد شوي، لکه دا چې علماء د انبیاوو وارثان دي، یا انما یخشی الله من عباده العلماء، البته دا ټکی خو ټولو ته معلوم دی چې په شریعت کې مطلوب علم د معلوماتو زیاتوالي  نه دی، بلکې لکه په روایاتو کې چې راځي، مطلوب علم یو ځانګړی کیفیت دی چې پد بنده ه زړه کې د الله جل جلاله هیبت او ویره پیدا کوي.

لنډه دا چې په ډېرو احادیثو کې راغلي چې که چا دا ښه عمل وکړ، یا یې دا ښه عمل وکړ، نو د شهیدانو درجې به ور کړل شي، ددې مطلب دا دی چې د شهیدانو درجې ډېرې او له ډېرو لوړې دي، که نه داسې به راغلي وو چې د علماوو درجې یا د علماوو په څېر درجې به ور کړل شي، له دې په ټولیز ډول جوتېږي چې د شهیدانو درجې ډېرې او خورا لوړې دي. د بلاغت د علم له مخې مشبه به له مشبه نه غوره او ښه وي، له همدې کبله مشبه مشبه به ته ورته ګڼل کېږي.

ابن قيم رحمه الله په خپل کتاب ( مفتاح دار السعادة )  کې داسې وايي: په دې مسئله کې ډېر جنجال شوی، او خبره پراخه شوې، هر یو خپل دلیل ویلی او خپله مرتبه یې لوړه ګڼلې، خو هغه څه چې ستونزه هواروي، او د مسئلې په اړه اجماع رامنځ ته کوي هغه:

د کمال د مراتبو ډولونه.

له دواړو څخه بهترین غوره کول.

دا چې کوم یو له دغه دوو څخه کمال ته ډېر ولنډ او ښه ور سره وړ دی.

د کمال مراتب څلور دي: نبوت، صدیقیت، شهادت او ولایت، او الله تعالی په دې آیت کې یاد کړي: ( ومن يطع الله والرسول فأولئك مع الذين أنعم الله عليهم من النبيين والصديقين والشهداء والصالحين وحسن أولئك رفيقا . ذلك الفضل من الله وكفى بالله عليما ) سورت النساء، ۶۹ آیت.

ددې مراتبو تر ټولو لوړه مرتبه نبوت او رسالت دی، ور پسې صدیقیت، صدیقین د رسولانو د پيروانو امامان دي. او مرتبه یې له نبوت نه وروسته تر ټولو لوړه ده.

که د عالم قلم په صدیقیت و چلېدو، او رنګ یې د همدې لپاره توی شو، نو د شهید له وینو څخه غوره دی، کوم چې د صدیقیت دې مرتبې ته نه وي رسیدلی. او که د شهید وینه په صدیقیت تویې شوه، نو بیا د عالم له رنګ نه غوره ده، کوم چې دې مرتبې ته نه وي رسیدلی، په عالم او شهید کې غوره صدیق دی، که په صدیقیت کې سره برابر شول، نو بیا یې مرتبه یوه ده. والله اعلم.

صدیقیت په هغه څه علما، تصدیقا او عملا پوره ایمان دی چې رسول کریم صلی الل علیه وسلم راوړي، صدیقیت نفس علم ته راجع دی، نو هر څوک چې په هغه څه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم راوړي ښه پوه، او پوره باوري وي، د هغه صدیقیت هم بشپړ وي، صدیقیت ونه ده، ډه ډه یې علم دی، باور یې څانګې او مېوه یې عمل دی ) [۱]

ابن قیم رحمه الله خبره تر  صدیقیت پورې تړي، چې دا یو پر ځای ارزونه او څېړنه ده، خو په دې کې هر څوک راتلی شي، یوازې عالم او شهید نه، په دې معنی چې که له عالم او شهید پرته بل څوک صدیقیت ته ځان ورسوي، نو هغه ته هم همداسې درجه ور کول کېږي. حال دا چې دلته خبره په ځانګړي ډول د عالم او شهید ده.

شهادت د ځان قرباني ده، د وینو معامله ده، د سر سودا ده: ( إِنَّ اللَّهَ اشْتَرَى مِنَ الْمُؤْمِنِينَ أَنْفُسَهُمْ وَأَمْوَالَهُمْ بِأَنَّ لَهُمُ الْجَنَّةَ يُقَاتِلُونَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ فَيَقْتُلُونَ وَيُقْتَلُونَ…)  سورت التوبة، آیت: ۱۱۱.

او کوم چې نور عبادات دي، په هغو کې که څه هم ستونزې او کړاوونه شته، خو د سر او وینو په بیه نه دي، او انسان ته تر هڅه زیات خپل ځان اونفس ګران دی. تر څو چې یو څوک د الله جل جلاله په وحدانیت، آخرت، جنت او دوزخ ټينګ او ژور باور  ونه لري، په آسانۍ سره د الله په لاره کې د سر قربانولو ته نه تیارېږي، زما په نظر هغه څوک چې مرګ ته په سرو سترګو  مخامخ وردانګي، په یوه شېبه کې خپلې غوښې او هډوکي په سرو اورونو کې لولپه کوي – په داسې حال کې چې د هېڅ کوم مادي او دنیوي ارزښت هیله او امید هم نه لري – پرته له شکه چې همدا به د صدیقیت د کمال تر  ټولو لوړه څوکه وي. والله اعلم.

په لنډ ډول باید وویل شي چې د عالم او شهید پرتله کول، یو له بل غوره ګڼل که څه هم یوه علمي موضوع کېدای شي، خو مطلب نه ده، مطلب د الله جل جلاله رضا ده، په دې معنی چې دا باید د ځان بوختیا ونه ګرځول شي چې څوک غوره دی، شهید که عالم، سخي که عابد، باید عملا د الله ددین خدمت ته مټې را ونغښتل شي، که د سر د قربانۍ اړتیا وي، د سر قرباني ور کړل شي، او که تکلیفونو او کړاوونو ګاللو ته اړتیا وي د هغو لپاره ټینګه اراده شتون ولري.

نور بیا…

م. محمد نعیم

[۱] – مفتاح دار السعادة لابن القيم, ج ۱, ص: ۲۹۷ – ۲۹۹٫

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x