نړۍ

د مصر سينا کې اتلس امنيتي ځواکونه وژل شوي

نن ټکی اسیا (يکشنبه، وری ۱، ۱۳۹۵ ل): د مصر سيناء سيمه کې اتلس مصري امنيتي ځواکونه په يو بريد کې وژل شوي او پنځوس نور ټپيان دي.

د عربي رسنيو له قوله داعش ډلې د دې بريد مسووليت منلی او زياته کړې يې ده، چې دوی د سينا شمال کې د امنيتي ځواکونو پر مرکز موټر بم سرتېری بريد کړی دی.

له دې وړاندې د مصر کورنيو چارو وزارت اعلان کړی و، چې په توغنديز بريد کې يې د دوو افسرانو په ګډون ديارلس پوليس وژل شوي وو.

عربي رسنۍ د عيني شاهدانو له قوله وايي، چې د وسله‌والو په توغنديز بريد کې ګڼو پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې او امنيتي ځواکونو هم په ځوابي ډزو کې يو شمېر بريدګر وژلي دي.

د مصري چارو څارونکي وايي، چې د مصري ځواکونو د مرګ ژوبلې وروستۍ کچه ډېره خونړۍ او چارواکو لپاره اندېښمنوونکې ده.

د عربي چارو شنونکی عبدالفتاح فايد الجزيرې تلويزون ته وويل، چې دې کمين کې يوازې توغنديز بريد نه و، بلکې د پوليسو له وژلو وروسته د امنيتي ځواکونو او بريدګرو ترمنځ تر ډېر وخته دوه اړخيزې ډزې هم شوي، چې له امله يې ټوله سيمه کې وېره او ترهه خپره شوې ده.

عبدالفتاح فايد زياتوي، چې دغه بريد د سينا تر ټولو خوندي او ستر ښار عريش کې شوی او د پېښې قربانيان هم له هغې زیات دي، چې چارواکو رسنيو ته ويلي.

د څارونکو په وينا مصر کې د زياتېدونکو بريدونو معنا دا ده، چې د امنيت ساتلو په موخه د مصري چارواکو ستراتيژي «بې ګټې ده.»

عبدالفتاح فايد وايي، چې دا بريدونه او چاودنې د غزې پولې ته څېرمه سيمو کې کيږي.

فايد د ځايي اوسېدونکو له قوله وايي، چې مصري چارواکو غزې ته غځېدلي سرنګونه نړولي او د دغې سيمې خلک يې هم د امنيتي خوندي توب په پلمه له سيمې هجرت کولو ته اړ کړي دي.

په دې وروستيو کلونو کې سينا او د مصر نورو سيمو کې پر دولتي مرکزونو او امنيتي پوستو بريدونه او چاودنې زياتې شوي، چې تر اوسه يې سلګونو پوليسو او نورو چارواکو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x