نړۍ

په پاکستان کې افغان مهاجرین اندیښمن دي

afghan refugees

په پاکستان میشت افغان مهاجرین اندیښنه لري چې په دې هیواد کې د اوسیدو تر قانوني نیټې وروسته به د څه برخلیک سره مخامخ شي.

هغه افغانان چې په پاکستان کې د مهاجرت شپې ورځې تیروي د حکومت له خوا ورته ویل شوي چې د روانې میلادي میاشت تر ۳۰ نیټې پورې په دې هیواد کې د اوسیدلو اجازه لري.

د ملګرو ملتونو د مهاجرینو د عالي کمشنرۍ د احصائيې له مخې دا مهال په پاکستان کې ۱.۶ میلونه راجسټر، او ۱.۳ ملیونه غیرراجسټر شوي افغان مهاجرین ژوند کوي.

په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د مهاجرینو د عالي کمشنرۍ (UNHCR) مسئول الجزیرې ته ویلي: “په پاکستان کې د افغان مهاجرینو د قانوني حیثیت ختمیدو ته د ګوتو په شمیر ورځي پاتې دي، د افغان مهاجرینو موضوع ته باید عاجل لومړیتوب ورکړل شي، او د ځنډ او انتظار وړ نه ده”.

که څه هم پاکستان وايي ددې نیټې تر پوره کیدلو وروسته به هم راجسټر شوي افغان مهاجرین د زور له لارې له خپلې خاورې څخه ونه باسي، خو په پاکستان کې د دوی د اوسیدانې د قانوني حیثیت د تجدید او تمدید په اړه د اسلام اباد سکوت ډیری افغان مهاجرین د خپل راتلونکي په اړه په ویره او اندیښنه کې اچولي.

تر دې مهاله په کابل کې د مهاجرینو وزارت د افغان مهاجرینو ددې ستونزې په دې اړه هیڅ غبرګون نه دی ښوولی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x