افغانستان

اجراییه رییس: د اساسي قانون تر تعدیل وړاندې چوکۍ نه پرېږدم

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وری۱، ۱۳۹۵ل): اجراییه ریاست وايي چې که د لویې جرګې ګډون کوونکي د اساسي قانونو د تعدیل په اړه رايه ورنه کړي د دوی حکومت به پنځه کاله په همدې شکل دوام وکړي.

د اجراییه ریاست د ویاند مرستیال جاويد فیصل وايي چې د دواړو مشرانو تر منځ د شوي توافق له مخې د ولسوالیو او پارلمانې ټاکنو مخکې لویه جرګه نشي جوړېدلی.

جاويد فیصل وايي چې تر ټاکنیزو اصلاحاتو وړاندې ټاکنې امکان نه لري، تر ټاکنو وړاندې لویه جرګه نشي جوړېدلی، له جرګې پرته د اساسي قانون تعدیل امکان نه لري او چې اساسي قانون تعدیل نه شي حکومت به په همدې ډول روان وي.

د ډاکټر عبدالله عبدالله او محمد اشرف غني تر منځ د شوي توافق له مخې د روان کال په سرطان کې د دوی توافق پای ته رسېږي چې باید لویه جرګه را وغوښتل شي، چې اساسي قانون تعدیل او اوسني حکومت ته مشروعيت ورکړي.

د اجراییه ریاست د ویاند مرستیال وايي چې که په دې جرګه کې بیا هم ګډونوال د اساسي قانون د تعدیل لپاره مثبته رایه ور نه کړي نو دا حکومت به په همدې شکل دوام وکړي.

فیصل وايي چې د ټاکنو د دقیق وخت په اړه به نوي کمیشنران خپله پرېکړه اعلانوي، خو د ټاکنو خپلواک کمیسیون مشر یوسف نورستانی بیا وايي چې له قانوني اړخه هیڅوک دا حق نه لري چې د ټاکنیزو کمیسیونونو کیمشنران له دندو ګوښه کړي.

ياده دې وي ګډ حکومت د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر جان کيري له لوري د امریکا په سفارت کې د یو توافق له مخې رامنځته شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x