
ولسمشر غني: سږ کال به د تېرې یوې پېړۍ په پرتله ډېره برېښنا تولید کړو
نن ټکی اسیا (یک شنبه، وری ۱، ۱۳۹۵ل): ولسمشر محمد اشرف غني وايي چې افغانستان به په سږ کال کې دومره برېښنا تولید کړي چې په تېرو سلو کلونو کې به يې نمونه نه وي لیدل شوې.
د نوي لمریز کال په مناسبت په خپاره شوي پیغام کې ولسمشر ژمنه کړې چې د هېواد په ګوټ ـ ګوټ کې به د برېښنا بندونه ورغوي او دومره برېښنا به تولید کړي چې افغانانو به په تېره سلو کلونو کې نه وي لیدلې.
له ارګه د نوي لمریز کال په مناسبت د ولسمشر په پیغام کې اعتراف شوی چې هېواد تېر کال په فساد کې ډوب تېر کړی دی.
نوموړي ژمنه کړې چې سږنی کال به له فساد سره د مبارزې پر کال تبدیل کړي او ډېر پام به يې همدې مبارزې ته وي.
محمد اشرف غني د تېر کال پر سختیو اعتراف کړی خو په وينا يې « موږ باید دسیاسي قدرت د لېږد تجربه کړې وای.»
که څه هم ولسمشر غني ژمنه کړې چې برېښنايي بندونه به رغوي او ډېر پام به يې د فساد پر ضد مبارزې ته وي او ان د ده په وينا دا کال به له فساد سره د مبارزې پر کال بدل کړي، خو د شنونکو په باور ولسمشر د خپلو ټاکنیزو ژمنو په تړاو خپل باور له لاسه ورکړی دی.
خه اوس دوی دبرق اونورو شایانو داختراع کولو افتخارات زان ته منسوبوی او همدا خپله لویه لاسته راوړنه بولی لکه چی اشرفی وایی زه به دتیری یوی پیړی هومره بریخنا تولید کړم او دا افغانان به نور هم لکه خپلی بودی خزی دجال پسی ورکش کړم او بیا په انسانانو خصوصا په خالصو مسلمانانو احسان کونکی ددوی (ک ف ر) ملګری منافقین او ددوی جال کی نختی بعضی ساده دروشنفکری په شعارونو خطا ویستل شوی بنی ادم او بیا مخلصو مسلمانانو ته دوی رنګارنګ دخپل مشر کفر داحسان او شکریه مندی کولو ته مجبوروی او دوی ته وایی چی تاسو… نور لوستل »