شعـــــرونه

غزل: نور احمد صديقي

نور احمد صديقي

لاله، نرګس او ګلاب له خوشبیو سره راځه

پسرلیه! انتظار یو خوشحالو سره راځه

شپونکی د غرو لمن کې خدای ته کړي دغه سوالونه

سږ کال باران،اوبو او شنو شنو فصلو سره راځه

اوس خو به زه ورته داخپل څادر پړونی کړمه

د وطن سرتورې مور ته له ټیکرو سره راځه

نور لوڅې ډډې لوڅې پښې یې زه لیدلی نشم

یتیم ته له بوټو، څو جوړه جامو سره راځه

زه صدیقي لاس تپوم خو لار میندلی نشم

راته چې روښانه شي لار څراغو سره راځه

نوراحمد صدیقي

1395-1-1

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x