افغانستان

د لښکرګاه ښاروالۍ د عوایدو او بودیجې په اړه خلکو ته معلومات ورکړه

په دې موخه را بلل سوي غونډه کي د ښاروالۍ د شورا د غړو تر څنګ ګڼو ملایانو، قومي مشرانو، او د ښار اوسیدونکو ګډون درلود.

د غونډي په پیل کي د بودیجې تحلیلګر میرویس نیاز خلکو ته دبودیجې په اړه معلومات ورکړل، هغه خلکو ته ډاډ ورکړ چي دهغوي لخوا ښاروالۍ ته ورکړل سوي پیسې نه ضایع کیږي او نه هم د چا جیب ته ځي. نیاز د بیلګي په ډول د لښکرګا ښاروالۍ بودیجه یاده کړه چي څلور سلنه پیسې د ښاروالۍ د مامورینو  معاشاتوته ورکول کیږي ۱۴ د ښاروالۍ نور مصارفو ځانګړی کيږي او پاته ټوله ۸۲سلنه بودیجه بیرته پر خلکو مصرفیږي.

میرویس نیاز د ښاروالۍ د مالي مذغم سیسټم په اړه هم ګډونوالو ته معلومات ورکړل چي په مرسته به یې خورا شفافیت او روڼ والی را منځ ته سي، دده په خبره دا سیسټم دا وړتیا لري چي ښاروال هم ستاسو هر یوه د هري افغانۍ حساب په خپل کمپیوټر کي و ګوری هغه زیاته کړه دې سیسټم ته د محلي ارګانونو مسولین اود مالیې وزارت هم لاس رسی لري. چي په وینا یې باوري دی په دې کي هیڅ ډول درغلي نسي راتلای.

تر هغه وروسته د لښکرګاه ښاروال د پرمختیايي پروژو په اړه د غونډي ګډونوالو ته مفصل معلومات ورکړه، ښاروال وویل اوس یې ځيني داسي پروژې تر لاس لاندي دي چي په نوې بودیجه کي اوس منظور سوي خو کار یې له پخوا روان وو . هغه د سړکونو، پارکونو، پیاده لارو،چریو او نورو پروژو یادونه وکړه چي په راتلونکي کال کی به پلي سي ،

ښاروال له خلکو په کلکه و غوښتل که غواړی ښار مو ښکلی سي نو خپل ښاري محصول ښاروالۍ ته تحویل کړی. ښاروال زیاته کړه (( سمه ده چي زه به سل په سلنه بریالی نه یم خو د پخوا په پرتله ښآروالۍ کارونه ډیر ښه سوي)) ښآروال په ډاډ وویل هر چاته اجازه ورکوي چي له هر مامور څخه حساب و غواړي.

ښاروال پر دې ټکي هم ټنګار کاوه چي اوس هم یو شمېر ښاریان ښاري محصول ته په کاږه نظر ګوري، هغه له ښوونکو ملایانو او قومي مشرانو و غوښتل چي په دې برخه کي له ښآروالۍ سره مرسته وکړي .

هیره دی نه وي چي د لښکرګاه ښاروالۍ سره د یو ایس اې ای ډي د رامپ اپ پروژې د ښاروالۍ دمالي مدغم سیسټم تر څنګ د عوایدو په زیاتولو او ګڼو نورو د عامه پوهاوي پروګرامونو په پلي کولو کي یې  مرستي کړي دي.

دلشکرګاه ښاروالی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x