افغانستان

ميدان وردګ: طالبانو د جلریز د پولیسو قومندان وژلی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وري ۱، ۱۳۹۵ل): د ميدان وردګ د جلریز ولسوالۍ د پولیسو قومندان د طالبانو په یوه بريد کې وژل شوی دی.

طالب وياند ذبیح الله مجاهد وايي چې د دوی ملګرو تېر مازیګر قومندان اصغر په یوه چريکي بريد کې وژلی دی.

د هغه په خبره پېښه د جلریز ولسوالۍ په زیولات سیمه کې رامنځته شوې ده او قومندان يې ځای پر ځای وژلی دی.

نوموړي پخپله ټویټر پاڼه لیکلي: «تیر مازدیګر د میدان وردګو جلریز ولسوالۍ زیولات سیمه کې دیادې ولسوالۍ دپولیسو قومندان (اصغر) په چريکي برید کې ووژل شو.»

تر اوسه د میدان ودرګو ځايي چارواکو د قومندان اصغر د وژل کېدو په اړه څه نه دي ويلي.

ياده دې وي دوه ورځې وړاندې د زابل ولایت د مېزانې ولسوالۍ امنیه قومندان چې په « د ګوډ زوی» مشهور و، هم وژل شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x